"د سوري کډوالو شمېر هېښوونکې کچې ته رسېدلی"

Image caption ملګرو ملتونو کې د کډوالو ادارې مشر انتیونیوګیټوس ویلي، چې د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۸ لکه کسان له سوریې وتلي.

ملګري ملتونه وايي سوریه کې د روان بحران له کبله هره ورځ شپږ زره کسان له دغه هېواده تېښتې ته اړ کېږي، چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې د کډوالو تر ټولو ناوړه بحران دی.

ملګرو ملتونو کې د کډوالو ادارې مشر انتیونو ګېټوس ویلي ۱۹۹۴ کال کې راونډا کې له ټولیزې وژنې وروسته د کډوالو شمېر دومره ( بې ساري ) کچې ته نه دی رسېدلی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې نوموړي وویل هره میاشت سوریه کې نژدې پنځه زره کسان وژل کېږي.

ملګرو ملتونو کې د مرستې د ادارې مشر ویلاري آموس امنیت شورا ته وویل په بېړنیزه توګه سوریه کې ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

سوریه کې د بشار الاسد حکومت د پلوي او مخالفو وسله والو او پوځ تر منځ سخته جګړه دوام لري.

ملګرو ملتو کې د سوریې د مسالې د حل لپاره بن بست پر خپل ځای دی، ځکه چین او روسیه د بشارالاسد پر ضد د هر ډول فعالیت مخالفت کوي.

ملګرو ملتونو کې د کډوالو ادارې مشر انتیونیوګیټوس ویلي، چې د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۸ لکه کسان له سوریې وتلي چې په متوسوط ډول د ورځې شپږ زره کسان کېږي.

Image caption دا چې ویل کېږي، د سوریې بحران به ټوله سیمه کې خپور شي، تش ګواښ نه دی. انتیونیوګیټوس

نوموړي امنیت شورا ته په وینا کې وویل، چې د کډوالو اغېز پر ګاونډیو هېوادونو "ژور"دی، خو اردن، لبنان، او عراق ته د زرګونو سوریایانو د کډوال کېدو له کبله د هغوی ژوند ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا دا چې ویل کېږي، د سوریې بحران به ټوله سیمه کې خپور شي، تش ګواښ نه دی.

تېره میاشت ملګرو ملتونو وویل، چې د سوریې د بحران له پیله تر اوسه دغه هېواد کې ۹۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو مرستیال سکرتر امنیت شوری ته وویل، چې هره میاشت سوریه کې پنځه زره کسان وژل کېږي.

ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشارجعفري ویلي، چې حکومت یې له ولس سره د مرستې کولو هره ممکنه هڅه کوي.

ورته مطالب