سعودي عربستان: ښځینه کارکوونکو لپاره اصول وضع شوي

Image caption سعودي عربستان میلونونو بهرنیو ځایی کار کوونکو ته د زیاتو حقونو د ورکولو نوي اصول وضع کړي دي.

سعودي عربستان میلیونونو بهرنیو ځایي کار کوونکو ته د زیاتو حقونو د ورکولو نوي اصول وضع کړي دي.

په بي بي سي کې د عربي چارو مدیر سیبستان اوشر رپوټ کې کاږي، چې په سعودي عربستان کې د کور د مېرمنې په توګه د بهرنیو ښځو برخلیک له ډېرو کلونو راهیسې د بشري حقونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

دوی د کار ورکوونکو لخوا ځورول کېږي، فزیکي او جنسي زور زیاتی ورسره کېږي.

خو ډېرې ښځې سخت کار کوي، لږه تنخوا ورکوله کېږي او کم درنښت یې کېږي.

دغه نوي اصول چې د کار د وزیر له خوا علان شوي دي، د همدې مسلو حل ته متوجه دي.

اصول وايي چې کار ورکوونکي باید دوی ته پوره تنخوا ورکړي.

په اوونۍ کې یوه ورځ رخصتي ولري اوهره ورځ له کاره وروسته کم ترکمه نهه سا عته ازاد وخت ولري.

خو د دغو ټولو اصولو عملي کول ښایی بله ستونزه وي. په اصولو کې دا هم راغلي چې مېرمنې باید د کار ورکوونکو امر ومني او له معقول عزره پرته نه شي کولی کار پرېږدي او یا له کار کولو ډډه وکړي.

د سږ کال په اپریل کې د سعودي عربستان پاچا عبدالله په هغه هېواد کې مېشتو بهرنیو کارګرانو ته د ستونزو د حل لپاره درې مياشتې وخت ورکړ.

د پاچا له خوا دغه امر داسې مهال وشو، چې د سعودي پولیسو له خوا د بهر نيو سلګونو زرو کارګرانو د نيولو او اړوند هېوادونو ته یې د شړلو لړۍ روانه وه.

سعودي حکو مت چې غواړي په بهر نيو کارګرانو خپله اتکا کمه کړي، د بهر نيو کارګرانو په اړه يې، نوي قوانين معرفي کړي.

ورته مطالب