اوباما وايي اسراییل دې ''ژر تر ژره'' د سولې خبرې پیل کړي

اوباما
Image caption اوباما په یوه تازه غبرګون کې ویلي، چې هېواد کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ سولې ته ډېر لېواله دی.

د امريکا ولسمشر بارک اوبما پر اسرائيلو غږ کړی، چې له فلسطينيانو سره هر څومره ژر چې وي د سولې خبرې پيل کړي.

د ده دغه څرګندونې چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په ټليفوني خبرو کې شوې د هغه پراخ ډيپلوماټيک فشار برخه دي، چې امريکا يې د منځني ختيځ سولې بهير کې راوړي.

په همدې مهال فلسطيني مشران د امريکا په منځګړتوب له اسرائيلو سره د خبرو شوني بيا پيل پر سر بحث لپاره د لوېديځې غاړې رام الله کې سره غونډ شوي، خو کومې څرګندې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

دا بحثونه په تېرو دوو ورځو کې په عمان کې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري او د فلسطينيانو مشر محمود عباس او هم عربي ټولنې ځينو غړيو سره له خبرو وروسته کېږي.

ښاغلي کېري منځني ختيځ ته خپل سفر په دې هيله غځولی چې که کوم پرمختګ وکړي.

د بي بي سي يوه خبرياله له بيت المقدس نه په خپل راپور کې وايي د امريکا بهرنيو چارو وزير د خپلو تازه وړانديزوړنو په اړه کوم جزئياته نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه (خورا زيات) کم شوي دي.

Image caption ښاغلي کېري په تېرو ۶ مياشتو کې دې سيمه ته ۶ سفرونه کړي، او ويلي يې دي د دغې لسيزې شخړې د دوو دولتونو حل په اړه وخت په تېرېدو دی.

وروسته له هغه چې د ده د سولې هلو ځلو د عربي ټولنې ملاتړ خپل کړ، پام اوس د فلسطين ازادۍ غوښتونکي سازمان مشرانو او د ولسمشر محمد عباس فتح ډلې ته وراوښتی چې په رام الله کې خبرو اترو ته سره جرګه کېږي.

پخوا فلسطينيانو د سولې خبرو ته له ستنېدا مخکې په لوېديځه غاړه او ختيز بيت المقدس کې د اسرائيلي مېشت ځايونو کنګلونې غوښتنه کوله.

د اسرائيلو ائتلافي حکومت چې د مېشتېدا پلوه ګوندونه هم په کې دي، ويلي خبرو لپاره بايد هېڅ مخکيني شرطونه نه وي.

ښاغلي کېري په تېرو ۶ مياشتو کې دې سيمه ته ۶ سفرونه کړي، او ويلي يې دي د دغې لسيزې شخړې د دوو دولتونو حل په اړه وخت په تېرېدو دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دی به يوه بله شپه هم په اردن کې تم کېږي چې وګوري څه نور څه هم کولی شي که څنګه؟

ورته مطالب