نړیواله سروې: چین له امریکا مخکې دی

یوې نظر پوښتنې ښوولې چې په نړۍ کې اوس ډېر خلک په دې باور دي چې چین به په تر ټولو لوی زبرځواک بدل شي، خو په ډېرو سیمو کې متحده ایالتونه لاهم له ښه شهرته برخمن دی.

دا څېړنه د پیو Pew د څېړنیز مرکز له خوا په ۳۹ هېوادو ترسره شوې ده.

په دې پلټنه کې داسې معلومه شوې چې د چين په وړاندې په اروپا او ختیځه اسیا کې نیوکې مخ په زیاتېدو دي.

په هغو هېوادونو کې چې امریکا ته د یو ستر اقتصادي قدرت په سترګه کتل کېږي بیا هم داسې باور لري چې یوه ورځ به چين یو مخکښی قدرت وي.

په لوېدیځه اروپا کې چېرې چې امریکا د عام ولس په منځ کې یو خاص ځای لري بیا هم داسې اټکل کوي چې چین اوس هم له امریکا نه مخکې دی.

د نړۍ په کچه د امریکا خوښوونکي اوس ۶۳ سلنې ته رسېږي او د چین هغه ۵۰ سلنې ته. حتا په هغو هېوادونو کې چې د امریکا ضد دي بیا هم نوموړي هېواد ته په لوړه سترګه ګوري، دا ځکه چې امریکا خپلو وګړو ته د بیان د آزادۍ حق ورکړی دی.

دا چې امریکا او چین ته مختلف هېوادونه په کم نظر ګوري د یوه او بل هېواد تر منځ ډېر توپیر لري.

د امریکا تر ټولو زیات خوښوونکی هېواد جاپان دی چې د چین سره د مځکو پر سر لانجه لري.

بل پلو ته بیا په پاکستان کې امریکا د چین په پرتله خپل شهرت له لاسه ورکړی دی.

په دغه هېواد کې ۸۱ سلنه خلک د چین په وړاندې مثبت نظر ښوولی دی او خاص علت یې په پاکستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دي.

اقتصاد پوهان باور لري چې د چین مخته کېدل د یو څو کلنو خبره ده.

د دې هېواد وګړي د امریکا په پرتله څلور چنده زیات دي.

د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې یونان یوازینی هېواد دی چې اکثریت یې د چین په اړه مثبت نظر لري.

که څه هم ولسمشر بارک اوباما د پخواني ولسمشر جورج بوش په پر تله ډېر شهرت لري خو بیا هم د پلټنې څخه داسې معلومېږي چې پر پاکستان باندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د پراخ مخالفت سره مخ دی.

دا پلټنه د روان کال د مارچ او اپریل په میاشتو کې تر سره شوې ده، مخکې له هغه چې د امریکا د ټیلیفون او انټر نېټ د څارنې راز افشا شي.

ورته مطالب