هانګ کانګ د بروس لي ژوند او میراث لمانځي

Image caption بروس لي د ۱۹۴۰ کال د نوامبر په ۲۷مه د سن فرانسیسکو د چینا ټاون په نامه سیمه کې زېږېدلی و او د ۱۹۷۳ کال د جولای په ۲۰ ومړ.

د هانګ کانګ د میراثونو په موزیم کې د بروس لي چې فلمي ستوری او فلم جوړونکی و له ۶۰۰ ډېر شخصي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

په دې توکو کې د هغه جامې چې په فلمونو کې یې اغوستې وې، عکسونه او ډېر نور څه اېښودل شوي دي.

خلک دا اقدام ښه بولي، خو وايي خواشیني په دې دي چې دا نندارتون دایمي نه دی.

دوی وايي د بروس لي په یاد دې نندارتون دایمي شي.

د عکسونو البوم

په اویایمې لسیزې کې د بروس لي فلمونه په ټولې نړۍ کې خلکو لیدل.

هغه په پنځو فلمونو کې کار کړی خو یوازې درې یې د هغه له مرګ نه مخکې خپاره شوي وو.

دا دی د هغه له مړینې ۴۰ کاله تېرېږي خو اوس هم د خلکو ترمنځ بروس لي محبوب دی او خلک یې د یوه لوی فلمي ستوري په توګه یادوي.

بروس لي یوه لور لري چې شانن لي نومېږي.

هغه وايي ډېره خوشحاله ده چې د پلار د شخصي توکو نندارتون یې پرانیستل شوی او هغه ته دومره پام شوی دی.

په دې نندارتون کې د بروس لي هغه ژېړې جامې به د ډېرو خلکو پام ځان ته واړوي چې ده په خپل وروستي فلم (The Game of Death) یعنې د مرګ لوبه کې اغوستې وې.

بروس لي د ۱۹۴۰ کال د نومبر په ۲۷مه د امریکا متحدو ایالتونو سن فرانسیسکو د چینا ټاون په نامه سیمه کې زېږېدلی و او د ۱۹۷۳ کال د جولای په ۲۰ ومړ.

د هغه مور او پلار د هانګ کانګ دي او دی فلمونو ته هم د خپل پلار له خوا معرفي شوی و؛ ځکه چې پلار یې هم د تیاتر لوبغاړی و.

ده په خپلو فلمونو کې داسې ښووله چې د چین دی.

همدا لامل دی چې په چین کې یې محبوبیت ډېر زیات دی او دا دی اوس یې په یاد د ده د شخصي توکو نندارتون هم پرانیستل شوی.

ورته مطالب