اسراییل فلسطیني بندیان خوشي کوي

Image caption د اسراییل د نړېوالو اړیکو وزیر یوال سټینیټز وایي په دې ډله کې به یو شمېر مهم بندیان هم وي.

اسراییلي چارواکي وایي یو شمېر فلسطیني بندیان د هغې هوکړې له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي جان کېري سره د سولې د خبرو د بیا پیل کولو لپاره یې کړې وې، خوشې کوي.

د اسراییل د نړېوالو اړیکو وزیر یوال سټینیټز وایي په دې ډله کې به یو شمېر مهم بندیان هم وي، چې له څو لسیزو راهیسې په بند کې وو.

ښاغلي کېري اعلان وکړ چې د سولې لپاره به لومړۍ خبرې په راتلونکې اوونۍ کې په واشنګټن کې پیل شي.

ښاغلي کېري په امان کې خبریالانو ته وویل د خبرو د کامیابېدو لپاره مهمه ده چې پټې دې وي، او ځکه یې و نه ویل چې دواړه خواوې پر څه سلا شوې دي.

دا هوکړه د څلور ورځنۍ تودې دېپلوماسۍ او منځګړیتوب په نتیجه کې شوې ده.

په تېرو څو میاشتو کې سیمې ته د ښاغلي کېري دا شپـږم سفر دی.

ښاغلي سټینټز اسراییل دولتي راډیو ته وویل په دې هوکړه کې د خبرو د پیل کولو لپاره د لومړي وزیر نتنیاهو له خوا ټاکل شوي اصول په نظر کې نیول شوې دي.

نوموړي دا هم وویل چې بندیان به په څو پړاونه کې خوشې کېـږي.

په اسراییل کې د بشري حقونو یوه ډله وایي دا وخت ۴۸۱۷ فلسطیني بندیان د اسراییل په زندانونو کې دي.

فلسطیني چارواکي له ډېرې مودې راهیسي د هغو بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کوي چې د ۱۹۹۳ کال د اوسلو خبرو نه مخکې نیول شوي دي.

ښاغلي سټینيټز همدا راز وویل فلسطینیانو ژمنه کړې چې لږ تر لږه تر نهو میاشتو به جدي خبرې اترې کوي خو اسراییل د فلسطین هغه شرطونه نه دي منلي چې وایي په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې دې اسراییلي ابادۍ بندې شي.

هغه وویل "اسراییل به هېڅکله هم داسې مذاکراتو کې برخه وا نه خلي چې د فلسطین له خوا په کې د ځمکنیو پولو د ټاکلو او د اسراییلي ابادۍ د بندولو خبره را پورته شي."

په ۲۰۱۰ کال کې د اسراییل او فلسطین تر منځ خبرې د همدې ابادیو پر سر د اختلاف له کبله ناکامه شوې.

د نړیوالو قانون له مخې دا ابادۍ غیر قانوني دي خو اسراییل له دې نظر سره اختلاف لري.

ورته مطالب