د بلجیم پاچا البېرټ واک خپل زوی ته پرېښود

Image caption ولسمشر البېرت ویلي وو، روغتیايي وضعیت یې واک غځولو ته نه پرېږدي.

د بلجیم پاچا دویم البېرت نن له خپلې دندې لاس په سر شو او شاهي تاج به د خپل زوی فلیپ پر سر کېښود.

نهه اویا کلن البېرت ویلي تر شل کلونو پاچاهي وروسته اوس د زړښت احساس کوي او دندې ته دوام نه شي ورکولای.

هغه وايي مشر زوی یې فلیپ یې تیاری دی چې دده ځای ناستی شي.

ښاغلي البېرت د شنبې په ورځ په خپله وروستۍ وینا کې له خپلو هېواد والو وغوښتل چې یووالی وساتي.

د شاهي کورنۍ غړي او د کابنیې وزیرانو په کلیسا کې د استعفا په مراسمو کې ګډون کړی، او خپل احساسات یې څرګندول.

وړاندې البېرټ ویلي وو، چې روغتیايي وضعیت او ناروغي یې د پاچاهۍ غځولو ته نه پرېږدي.

هغه پخپله وینا کې ویلي چې "د راتلونکي ولسمشر فیلیپ او ملکې ماتیلد ملاتړ وکړﺉ".

د برتانیا له اکسفورډ، امریکا له ستنافورډ پوهنتونونو فارغ فیلیپ د بلجیم د واکمنې کورنۍ په تاریخ کې اووم پاچا دی.

فیلیپ د بلجیم وسله وال هوايي ځواک کې هم کار کړی.

بلجیم کې واک پر اساسي قانون ولاړ دی، داسې چې پاچا د حکومتي چارو په اداره کولو کې ډېر واک نه لري.

منځګړی

Image caption د برتانیا له اکسفورډ، امریکا له ستنافورډ پوهنتونونو فارغ فیلیپ د بلجیم د واکمنې کورنۍ په تاریخ کې اووم پاچا دی.

په داسې حال کې چې بلجیم د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو پرمهال ۵۴۱ ورځې بې حکومته و، پاچا البېرت د نوي حکومت په تشکیل کې د سیاسي مشرانو ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبولی دی.

د ویلو ده، چې د بلجیم وګړي فلمنکا او اصلي فرانسویان دي، چې ځینې وختونه یې ترمنځ شخړې هم راپورته کېږي.

که څه هم بلجیم کې د دوو لویو قومونو ترمنځ اختلافونه ډېر دي، خو بلجیم کې واکمنه کورنۍ د فلمنکي او فرانسوي الاصله وګړو له ملاتړه برخمنهه ده.

د پاچا البېرټ تر استعفا درې میاشتې مخکې د هالنډ ملکې پیاتریکس هم د خپل زوی ویلیم السکندر په ګټه استعفا کړې وه.

ورته مطالب