۱۷ کولمبیايي سرتېری وژل شوي

Image caption تر اوسه د دغو پوځيانو د وژنې مسؤولیت چا نه دی منلی.

د وینزویلا پر پوله د کولمبیا ختیځ کې لږترلږه اوولس کولمبیايي پوځيان وژل شوي.

پوځیانو ته په لار کې کمین نیول شوی و.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا دا کار فارک یاغي ډ‌لې او ELN یاغیانو کړی او که کوم بل چا.

همداشان، د کولمبیا سوېل نښتو کې لږترلږه څلور کولمبیايي پوځيان او د فارک ځینې غړي وژل شوي.

د کولمبیا حکومت او فارک یاغیان له ډېرې مودې راهیسې د کیوبا پلازمېنه هاوانا کې د سولې پر خبرو بوخت دي.

د دوی ترمنځ جګړه پنځوس کلنۍ ته نژدې شوې ده.

د هاوانا د جوړجاړي خبرې په تېر نومبر کې پیل شوې، چې په سوله ییز حل سره دواړې غاړې جوړجاړي ته ورسېږي.

د پوځيانو د وژنې دا وروستۍ پېښه د اراوکا و لیرې ولایت کې شوې ده، چې ویل کېږي، ځینې برید کوونکي نیول شوي هم دي.

وړاندې فارک ویلي وو، چې یو امریکایی پوځي یې نیولی، خو د سولې تړون ته په ژمنتیا سره غواړي، خوشی یې کړي.

فارک تېره ورځ ددغه امریکايي پوځي نوم کیفن سکاټ سوتای اعلان کړ، چې ویل یې د تېر جون پر شلمه یې د سوېلي ولایت ګواویار په ریتورنو سیمه کې نیولی.

خو د امریکا متحدو ایالتونو دا رد کړه، چې ګني د دوی پوځيان هلته پوځي عملیاتو کې برخه لري، او ټینګار یې دا و چې دغه پوځي کولمبیا ته د سیاحت لپاره تللی و.

اټکل دی، چې د فارک جنګیالیو شمېر تر اتو زرو اوړي، چې ۲۰۰۱ کال کې دغه شمېر تر ۱۶ زرو اوښتی و.

د کولمبیا د یوه حکومتي راپور له مخې، د فارک او حکومت ترمنځ نښتو او جګړو کې ۶۰۰ زره کسان وژل شوي، او تر درېیو میلیونو ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د فارک یوه جګپوړي مرکچي د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې جګړه پای ته رسېدونکې ده.

دغه چارواکي ایوان مارکیز له ټولو کیڼ اړخو سیاسي ډلو د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو غږ وکړ.

ورته مطالب