د برتانیا لومړی وزیر وايي اسد غښتلی کېږي

Image caption ښاغلي کامېرون وویل برتانیا باید له هغو سره ډېره مرسته وکړي چې دېموکراتیکه سوریه غواړي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېد کېمېرون بي بي سي ته ویليٍ چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دوه کلن مقاومت د په شا کولو له هڅو سره غښتلی کېږي.

برتانوي لومړي وزیر ښاغلی اسد یو شیطان ولسمشر وباله او د سوریې اوسنی حالت یې خواشينوونکی انځور کړ.

ښاغلي کامېرون وویل برتانیا باید له هغو سره ډېره مرسته وکړي چې دېموکراتیکه سوریه غواړي خو هېواد یې لا هم دا پرېکړه نه ده کړې چې وسله والو مخالفینو ته وسله ورکړي که نه.

لومړي وزیر زیاته کړه برتانیا له خپلو ملګرو سره په دې کار کوي چې سوري مخالفینو ته غیر پوځي وسایل او تخینکي مرسته ورسوي.

د لومړي وزیر مرکه دا ښیي چې دی څومره له خپل پخواني حالته چې د عمل غږ یې کاوه اوښتی دی.

په تېر نومبر کې نوموړي د امریکا په نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ چې د سوریې کړکېچ ته لومړيتوب ورکړي.

وروسته نوموړي په ډېسمبر کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د وسلو د بندیز وختي ارزونه وکړي.

خو په داسې حال کې چې په سوریه کې جګړه زور اخلي، په لانجه کې د نوو سخت دریځو ډلو د ګډون نوي شواهد را څرګندېږي او د کورنۍ جګړې د پراخېدو خطر زیاتېږي. اوس د دې شونتیا کمه ده چې د برتانیا پارلمان به سوري مخالفینو ته د وسلو ورکول ومني ځکه د ولسي جرګې لس دولس محافضه کار غړي د دې چارې مخالفت کوي.

سره له دې چې لومړی وزیر ډېوېد کېمېرون له منځلارو سره د مرستې غوښتنه کوي خو دا لا نه ده روښانه چې دا مرسته به څنګه کېږي؟

نوموړي د سوریې لانجه داسې لانجه وبلله چې د حل لاره یې ورکه ده.

روسیه د ولسمشر اسد مرسته کوي او لوېدېځ بیا د سوریې حکومت مخالفینو ملاتړ کوي

ورته مطالب