شاهي ماشوم: کېټ هلک زېږولی

Image caption د شاهي ماشوم زېږېدو خبر په دوديزه بڼه ولوستل شو

د بريتانياکېنزېګټن ماڼۍ وايي شهزادګۍ کېټ هلک زېږولی دی. دغه ماشوم د دوشنبې ورځ (جولای ۲۲ مه) د لندن لوېديځ پډېنګټن په سېنټ ماري روغتون کې د مازيګر پر ۴:۲۴ بجو زېږېدلی دی.

شاهي ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي شهزادګۍ او ماشوم يې په ښه روغتيايي حالت کې دي، او د شپې مهال به هم روغتون کې پاتې کېږي.

له دې وړاندې شاهي ماڼۍ ويلي وو د کمرېج ډيوکه د ميندورارۍ وروستيو شېبو کې ده، په داسې حال کې چې نړيوالې رسنۍ د دې له روغتون بهر راغونډ شوي او د شاهي کورنۍ ماشوم زېږېدا شېبې شمېري.

شهزادګۍ کاترين د سهار په ۶:۰۰ بجو د لندن لوېديځ پډېنګټن کې د سېنټ ماري روغتون ته په موټر کې ورسېده.

شاهي جوړه د خپل لومړی ماشوم د جنس په اړه نه تر وروستيو نه پوهېدل.

Image caption شاهي جوړه د خپل لومړی ماشوم د جنس په اړه نه پوهېږي، چې شاهي تاج ته پر لار به درېيم کس وي.

نړيوالې رسنۍ د سېنټ ماري روغتون مخکې د ماشوم زېږېدو خبر اورېدو لپاره راغونډې شوې وو.

د ماشوم زېږېدا نېټه هېڅکله په رسمي توګه نه وه اعلان شوې، خو په پراخ ډول يې د جولای نيمه اټکل شوې وه.

د سهار ۶:۰۰ بجو سره شاهي موټر د روغتون شاتنۍ دروازې سره ليدل کېدل، په داسې حال کې چې له کېنزېنګټن شاهي ماڼۍ اعلان ۹۰ دقيقې وروسته وشو.

د پوليسو شتون

شاهي جوړه چې دواړه يې د خپل عمر په ۳۱ کلنۍ کې دي روغتون ته د پوليسو له ملګرتيا پرته ورسېدل.

شهزداګۍ کاترين به د روغتون په (لينډو وېنګ) شخصي څانګه کې ماشوم وزېږوي، چې شهزاده وېليم او ورور يې شهزاده هري هم په کې زېږېدلي وو.

له روغتون چاپېر پوليس ځای پر ځای دي، او دوه پوليس افسران د شخصي څانګې دروازې ساتنه کوي.

د رسنيو ډلې چې له روغتون بهر دېره شوې په يوه داسې ورځ يې ټکنده ګرمي تېره کړه، چې د ۲۰۰۶ کال له جولای راهيسې تر ټولو توده ورځ بلل شوې ده.

تېره اوونۍ ملکې د خپلې کورنۍ نوي غړي راتلو په اړه په ټوکه ويلي وو، هيله لري مخکې له دې چې دا سکاټلنډ ته رخصتيو تېرولو لپاره لاړه شي، ماشوم وزېږېږي.

Image caption شهزاده وېلېم او کېټ د ۲۰۱۱ کال اپرېل کې سره واده وکړ

نوی شاهي ماشوم د ملکې درېيم کړوسی دی. دغه ماشوم به د اټکل له مخې له شهزاده چارلز او شهزاده وېليم وروسته شاهي تاج پر سروي.

شاهي جوړې په تېر دسمبر کې وروسته له هغه ميندواري په ډاګه کړه چې شهزادګۍ د ناروغۍ له مخې روغتون ته بوتلل شوه.

شهزادګۍ کاترين له ماشوم زېږونې مخکې وروستی ځل په تېر جون کې راڅرګنده شوې ده.

شهزاده وېلېم او کېټ د ۲۰۱۱ کال اپرېل کې سره واده وکړ، چې مراسم يې د نړۍ چاپېر سلګونو مليون کسانو پر ټلوزيون کتلي وو.

ورته مطالب