د ترهګرو په لست کې د حزب الله د شاملېدو وېره

اروبايي ټولنه
Image caption برتانيا په ۲۰۰۸ کال کې غوښتنه کړې وه چې د د حزب الله پوځي ډله دې د ترهګرو په لست کې شامله شي

نن د اروپايي ټولنې وزيران په هغه غوښتنه غور کوي چې د ترهگرو په لست کې يې د لبنان د حزب الله د پوځي څانګې د ورشاميليدو په تړاو کړې ده.

برتانيا په ٢٠٠٨ کال کې ديته ورته غوښتنه کړې وه، خو دغه راز يوې پريکړې ته رسيدل د اروپايي ټولنې د ټولو ٢٨ غړو ملکونو يوې واحدې رايې ته اړتيا لري.

که اروپايي ټولنه په يوه خوله پريکړه وکړي نو بيا به په اروپا کې ميشت د حزب الله پلويان هغو سره مالي مرسته نه شي کولی او نه به هم ورسره د بهرنيو ديپلوماتانو ليده کاته قانوني بڼه ولري.

کريس موريس په خپل راپور کې کاږي، په دې کې هیڅ شک نه شته چې د اروپايي اتحاديې ځینې غړي هیوادونه سره هم نظره دي چې د حزب الله ډلې پوځې څانګه ترهګر سازمان اعلان کړي.

هغه هېوادونه چې د دې نظر پلوي کوي وايي کره شواهد شته چې د حزب الله ډلې تېر کال په بلغاریا کې پر اسراییلي سيلانیانو بمې برید وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ کسان ووژل شول.

خو حزب الله ډله دا تور ردوي.

اروپايي ديپلوماتان په قبرس کې هغې بلې قضیې ته هم اشاره کوي چې د حزب الله د ډلې غړي په کې د اسراییلي وګړو پرضد د بریدونو په پلانولو مجرم وپېژندل شول.

خو له دې سره سره ځینې اروپايي هېوادونه د حزب الله ډلې پرضد اقدام کولو ته لیواله نه دي.

دا هېوادونه وايي که د حزب الله ډلې پوځې څانګه ترهګر سازمان وبلل شي نو له دې سره به د حزب الله ډلې د پوځي او سیاسي څانګو ترمنځ توپیر کول ګران شي او په لبنان کې به بي ثباتي رامنځ ته شي.

په همدې حال کې د لبنان حکومت له بروکسل نه غوښتنه کړې چې د حزب الله ډلې پرضد اقدام ونه کړي.

خو له پولې هغه غاړه په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ د حزب الله ډلې کړونو له حزب الله سره د اروپايي مشرانو مخالفت ډېر کړی دی.

ورته مطالب