د سهارخواړه له "روغ زړه" سره تړلي

Image caption ډاکټران سپارښتنه کوي سهار مهال له خوبه پاڅېدا يوه ساعت کې دې يوه څه خوراک وشي.

په امريکا کې څېړونکيو ويلي خلک بايد د سهار چای او خواړه وخوري چې خپل زړونه په ښه حالت کې وساتي.

د دوی څېړنه چې پر ۲۷ زره سړيو ترسره شوې او په (سرکيولېشن) جورنال کې خپره شوې، ښيي هغوی چې د سهار خواړه پرېږدي د زړه ستونزو له خطرونو سره ډېر مخامخېدی شي.

د هاروارډ پوهنتون عامه روغتيا ښوونځي دغې ډلې ويلي د سهار ډوډۍ خوړو پرېښودل پر بدن اضافي فشار پرېږدي.

د بريتانيا د زړه بنسټ (The British Heart Foundation) ويلي د سهار چای/ډوډۍ له خلکو سره په دې کې مرسته کوی چې له غرمنۍ مخکې د خوږو خوړو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دغه سړي چې عمرونه يې د ۴۵-۸۲ ترمنځ وو په اړه يې ۱۶ کلونه څېړنه شوې ده.

په دې موده کې څه د پاسه ۱۵۰۰ د زړه حملې او يا هم داسې مرګونې پېښې شوې چې زړونه په کې درېدلي دي.

خو هغو خلک چې د سهار ډوډۍ يې پرې ايښي د هغوی پرتله چې خپله ورځ يې په خوراک پيل کړې د ۲۷ سلنه يې د دې شونتيا وه چې د زړه ستونزې ولري.

څېړونکيو د سګرېټ څکولو او سپورټ يا بدني روزنې په څېر د ژوند بڼې خطرونو نور عوامل هم پام کې نيولي دي.

يوې څېړونکې لي کاهېل بي بي سي ته وويل :"کورته پيغام دا دی چې کله چې سهار راپاڅېږي، په غوره ډول يوه ساعت کې، خوراک وکړه. دغه پايلې ښيي چې يو څه له هېڅ ښه دي، خو دا تل ښه خبره ده چې صحي او متوازن خواړه وخوړل شي."

دې وويل د خوراک وخت داسې ښکاري چې مهم وي، او د دې پر ځای چې د سها خواړه يا سبا ناری وکړل شي، تر غرمنۍ نهر پاتې کېدل، د وخت په تېرېدو پر بدن فشار راوړي.

دې وويل دا کېدی شي د وينې لوړ فشار، چاغوالي او شکر ناروغۍ خطر لا زيات کړي، چې په خپل وار کېدی شي زړه ته زيان ورسوي.

ډاکټرې کاهيل خپلې خبرې په "سباناری/سهرنۍ مه پرېږدئ" پای ته ورسولې.

ورته مطالب