اېډوارډ سنوډن ته د اسنادو ورکړې ضدونقيض څرګندونې

Image caption اېډوارډ سنوډن له هغه راهيسې د مسکو هوايي ډګر ټرانزېټ کې دی چې د تېر جون په ۲۳ مه له هانګ کانګ نه ور رسېدلی

د امريکا استخباراتو تښتېدلي رازسپړونکي اېډوارډ سنوډن قانوني وکيل ويلي موکل ته يې د روسيې سفري اسناد نه دي ورکړل شوي.

اناټولي کوچېرېنا خبريالانو ته وويل د موکل پنا غوښتنليک يې لا تر اوسه تر غور لاندې دی او دی به لا په شېرېميټيوه هوايي ډګر کې پاتې کېږي.

له دې وړاندې د هوايي ډګر چارواکيو ويلي وو، چې ښاغلي کوچېرېنا ته د ښاغلي سنوډن اسناد ورکړل شوي چې له هوايي ډګره پرې وتلی شي.

امريکايي چارواکي غواړي دی دې د حکومت د څار پروګرامونو سپړنې پر سر دوی ته وسپارل شي.

د روسيې ولسمشر ولاډمير پوټين دا رد کړې چې دی دې امريکايي چارواکيو ته وسپاري، خو ويلي يې دي دی يوازې هغه وخت روسيه کې پاتې کېدی شي، که د معلوماتو له سپړنې لاس واخلي.

ښاغلی سنوډن له هغه راهيسې د مسکو هوايي ډګر ټرانزېټ کې دی چې د تېر جون په ۲۳ مه له هانګ کانګ نه ور رسېدلی، او وروستيو کې يې په روسيه کې د لنډمهالې پنا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کوچېرېنا د چارشنبې پر ورځ دغه هوايي ډګر ته چې سنوډن په کې تم دی ورغلی، او ويلي يې دي چې ۳۰ کلن موکل به يې لا له هوايي ډګره نه ووځي.

ده وويل د لنډې مودې استوګنې غوښتليک لا تر اوسه نه دی منل شوی، او کوم سفري اسناد يې لا تر اوسه نه دي ترلاسه کړي.

Image caption ښاغلي کوچېرېنا ويلي ۳۰ کلن موکل به يې لا له هوايي ډګره نه ووځي.

ښاغلي کوچېرېنا وويل "دی اوس د وتلو پلان نه لري. ده د لنډمهالې پنا غوښتنه کړې، چې د مثبتې پرېکړې حالت کې د يوه کال لپاره ورکول کېږي. اوسمهال د ده د وروستي تمځای هېواد روسيه دی."

د قانوني وکيل دغه څرګندونې د هوايي ډګر چارواکيو وينا پر خلاف دي، چې وړاندې يې ځايي رسنيو ته ويلي وو چې قانوني وکيل ښاغلي سنوډن ته داسې اسناد ورکړل شوي چې له هوايي ډګره يې وتلو کې ورته اړتيا لري.

د انټرفکس خبري اېجنسۍ د يوه چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی ياد کړی، ويلي دغه امريکايي ته به له هوايي ډګره له وتلو مخکې جامې ورکول کېږي.

ورته مطالب