ګلګت کې ۴ اسپانوي غرختونکي لادرکه شوي

ګلګت
Image caption د الپاين کلب د شمېرو له مخې سږکال پاکستان ته ۲۸۵ غرختونکي راغلي

د پاکستان په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې د چين له پولو سره نژدې د ګېشر برم ون څوکه کې د اسپانيې څلور غرختونکي لادرکه شوې دي.

تر دې وړاندې دوه ورځې وړاندې درې ايراني غرختونکي د براډ په نوم څوکې ته له ختو وروسته د بېرته ښکته کېدو پر مهال لادرکه شوي دي.

يوه پاکستاني خبريال نخبت ملک په پاکستان کې د الپاين کلب چې غرختونکي له ختو مخکې په دغه مرکز کې دېره وي، له مشر منظور حسين سره مرکه کړې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.

منظور حسين وايي څلور اسپانوي غرختونکي د ګېشر برم ون څوکې ته چې ۸۰۶۸ متره لوړوالی لري د جولای په ۲۱مه ورختلي وو، او له غره د بېرته ښکته کېدو پر مهال ورک شوي دي.

دی زياتوي لادرکه شويو اسپانوي غرختونکو له خپل هېواد سره اړېکې لرلې او له پاکستانی چارواکو يا هغه مرکز سره چې د دوی نور ملګري په کې دېره وو، خبرې نه دي کړي:

"د اړيکو د نه لرلو له امله له هغوی سره زموږ خبرې نه دي شوي. هغوی له اسپانيې سره اړېکې لرلې او له هغه ځايه موږ ته معلومه شوه، موږ بيا پاکستاني چارواکي له پېښې خبر کړل، معلومات يوه ورځ وروسته راغلل. سبا که هوا ښه وه او باد نه و، نو د پاکستاني ځواکونو څرخي الوتکه به د دوی لټه پيل کړي."

ښاغلی حسين وايي غرختونکي يوازې له ځان سره سټلايټ ټليفون وړي او ځي او د ټليفون له لارې يوازې له خپل هېواد او په پاکستان کې له خپل سفارت سره اړيکې نيسي:

"زموږ هڅه دا وي چې د سيلاني او د هغه چا چې ده ته لارښوونه کوي بايد له مرکز سره اړيکې ونيسي، خو د غرختونکو ډيری يې له خپلو هېوادونو او خپلو سفارتونو سره په تماس کې وي."

منظور حسين وايي نه يوازې غرختونکي، بلکې پخپله پاکستانيان يوازې د انټرنټ پر معلوماتو تکيه کوي چې له امله يې غرختونکي د هوا د حالاتو په اړه له کره معلوماتو بې خبره وي:

"د هوا د حالاتو په اړه زیاتره لارښوونې له اروپا ورکول کېږي. موږ يې پخپله له انټرنټ نه معلوموو. د ښارونو په کچه دغه معلومات تر يوه بريده سم دي، خو د کوم غره د ځانګړي موسم د معلومولو لپاره له موږ سره وسايل نه شته."

د الپاين کلب د شمېرو له مخې سږکال پاکستان ته ۲۸۵ غرختونکي راغلي. لس کسه يې د نانګا پربت په سيمه کې مړه شوي. د پولنډ دوه اوسېدونکي په غره کې د سختې هوا له امله مړه شوي، او درې ايرانيان او دا دی څلور اسپانويان لادرکه دي.

منظور حسين وايي چې د نانګا پربت په مرکز کې د لسو غرختونکو له مړه کېدو وروسته د غرختنې يوولس سفرونه لغوه شوې چې له امله يې ۴۳ غرختونکو پاکستان ته له راتلو ډډه وکړه.

دی وايي پاکستان ته د نړۍ له لره و بره د راتلونکو غرختونکو لپاره د مرستې داسې مسلکي کارکوونکي نه شته چې په بېړنیو حالاتو کې د غرختونکو ژوند وژغوري:

"زموږ ټوله تکیه د پاکستان پر پوځ ده. تر ټولو لوی خنډ دا دی چې په پاکستان کې د مرستو رسولو لپاره ځانګړی بنسټ نه شته. موږ ټول په دغه سيمه کې تکيه د پوځ پر څرخي الوتکو کوو او هغه هم، هغه وخت ترلاسه کولی شو چې هغوی پخپله بوخت نه وي او هوا هم ښه وي."

په پاکستان کې د غرختنې په موخه د راتلونکو کسانو لپاره د امنيت د ټينګښت او يا له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې لپاره په هېواد کې ځانګړی سيستم نه شته دی.

خو سره له دې هم پاکستان ته هر کال د نړۍ له هر ګوټ نه د مې مياشتې له اخره د اګست تر پيله زيات غرختونکي لوړو څوکو ته خېژي.

ښاغلی منظور حسين وايي سږکال به د اګست له مياشتې وروسته هم يوه ډله غر ختونکي پاکستان ته راشي.

ورته مطالب