دولفین یو او بل په نومونو بولي

Image caption څېړونکي وايي، دولفین کبان د بل نژدې دولفین غږ ته ژر ځواب وايي.

پوهان د یوې تازه څېړنې په ترسره کولو دې پایلې ته رسېدلي، چې دولفین یو او بل ته نومونه اخلي.

دغه څېړنه چې د ساینس د ملي اکاديمۍ خپرنۍ کې خپره شوې ده، وايي چې د تي لرونکو سمندري حیواناتو له ډلې دلافین د یو او بل د پېژندلو لپاره یو بېل ډول غږ وباسي، کټ مټ لکه انسانان چې یو او بل ته نومونه اخلي.

سکاټلنډ کې د سانت اندروز پوهنتون په دې نوې څېړنه کې دا هم ویل شوي، کله چې دغه حیوانات د بل هغه دا شان ځانګړی غږ اوري، نو ارومرو خپل غبرګون ښيي.

د دغه پوهنتون د سمندري حیواناتو د څېړونکې ډلې مشر وینسنټ جانیک وايي "دولفین د سمندر په درې بعدي چاپېریال کې اوسېږي، چې هېڅ نورې ځانګړتیاوې نه لري، دوی ایله دې ته اړتیا لري، چې په یوه ټولنه کې ژوند وکړي".

نوموړی زیاتوي: "دغه حیوانات یوه داسې چاپېریال کې اوسېږي چې یوه ډېر فعال نظام ته اړتیا لري، او له یو او بل سره تل په اړیکه کې وي".

د هویت غږونه

Image caption جانیک زیاتوي چې دا ډول مهارتونه له دغو حیواناتو سره په دې برخه کې ډېره مرسته کوي، چې تر اوبو لاندې د پراخې نړۍ په یوه واحده ټولنه او چاپېریال کې پاتې شي.

ځینې داسې مخکني شکونه وو، چې ګني دولفین یو او بل ته د پېژندلو په خاطر لکه د انسانانو په څېر نومونه اخلي.

په دې اړه مخکنیو څېړنو ښوولې وه، چې دغه غږونه په تکراري ډول کارول کېدل، او دولفین پخپلو ډلو کې ناشنا غږونه پېژندل.

خو دا لومړی ځل دی چې د دغو حیواناتو د غږونو او یو بل ته د نومونو د اخیستو په اړه نوې څېړنه کېږي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره، څېړونکو د ګڼو هغو دلافینو غږونه ثبت کړي، چې اوږدې پزې لري، او د هر دولفین د غږ انګازه او ځانګړتیاوې یې بېلې کړې دي.

پوهانو دغه غږونه تر اوبو لاندې د غږ ثبتوونکو آلو او غوږیو (هېډفونونو) په مټ ثبت کړي دي.

جانیک وايي: "په هره ډله کې موږ د دولفین بېلابېل غږونه ثبت کړل، همداشان د هغو دلافینو غږونه مو هم ثبت کړل، چې د دوی د ډلې نه وو، بیا مو د بېلابېلو دلافینو غږونه سره پرتله کړل، او د هغه حیوان له غږ سره مو پرتله کړل، چې دوی یې پخپل ژوند کې نه وو لیدلي".

څېړونکي وايي، دولفین کبان د بل نژدې دولفین غږ ته ژر ځواب وايي.

دوی وايي، دولفین هم لکه د انسانانو په څېر، کله چې د یوه نوم واخیستل شي، ژر ځواب ورته وايي.

Image caption خو دا لومړی ځل دی چې د دغو حیواناتو د غږونو او یو بل ته د نومونو د اخیستو په اړه نوې څېړنه کېږي.

جانیک زیاتوي چې دا ډول مهارتونه له دغو حیواناتو سره په دې برخه کې ډېره مرسته کوي، چې تر اوبو لاندې د پراخې نړۍ په یوه واحده ټولنه او چاپېریال کې پاتې شي.

دی وايي "زیاتره وختونه، دوی یو او بل نه ویني، او تر اوبو لاندې د بوی حس هم نه شي کارولی، د بوی حس تر ډېره له تي لرونکو حیواناتو سره د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو پېژندلو کې مرسته کوي. دوی نه غواړي چې تر ډېر وخت پورې تر اوبو لاندې پر یوه لوړ ځای پاتې شي، دوی ځالې او غارونه هم نه لري، چې ورستانه شي".