څېړنې د طاوس لکۍ راز سپړلی

Image caption د جوړه کېدو په موسم کې طاووسان سره غونډېږې او خپلو شونو جوړو ته خپلې لکۍ غوړوي او خوځوي.

په امريکا کې ساينس پوهانو د طاووس له تکامل سره تړلې دا معما حل کړې چې ولې يې لکۍ دومره لويه او رنګينه ده.

د ديوک پوهنتون د څېړونکو يوې ډلې د داسې کمرو په کارولو چې د سترگو فعاليت څاري، دا مالومه کړې چې ښځينه طاووس ته د نارينه په لکۍ کې څه زړه را ښکونکي دي.

د دوى د څېړنو پايلې د تجربوي يا ازمويښتي بيولوژۍ مجله کې خپرې شوې او دا په ډاګه کوي چې د ښځينه طاووس پام ځانته اړول څومره ستونزمنه چاره ده.

د جوړه کېدو په موسم کې طاووسان سره غونډېږې او خپلو شونو جوړو ته خپلې لکۍ غوړوي او خوځوي.

څېړونکو غوښتل پوه شي چې ولې دغه مرغان په تدريجې ډول دا راز لويو او اوږدو بڼکو کې څرګند شول چې د چټکتيا مخه يې نيسي او له ښکاريانو نه يې د تېښتې وړتيا کموي.

څېړونکو ۱۲ ښځينه طاووسانې وروزلې او داسې کمرې ورپرسر کړې چې د هغوى د سترګو خوځښت يې څارۀ.

اخيستل شويو فېلمونو وښووله چې د ښځينه طاووس پاملرنه په پرله پسې توگه له نارينه نه چې ځانته يې د دې د پام ور اړولو هڅه کوله نورو شاو خوا شيانو ته اوښته.

دېوې بلې پام بيا په بشپړه توگه يوۀ موږک ته اوښتی و چې څېرمه تېرېدۀ.

ساينس پوهان وايي د دوى څېړنو څرگنډه کړه چې طاووسانو لپاره دا څومره ننگونکې چاره ده چې د خپلو جوړو پام ځانته ورواوړوي او بيا يې پر ځان را ټول وساتي.

دغه څېړنه ښيي چې د نارينه طاووس لکۍ بايد دومره کچې ته ورسېږي چې د ښځينه جوړې پام وراړولو لپاره د سيالۍ له نور شيانو لوړه وي.

څېړنې دا پوښتنه هم راپورته کړې چې که ښځينه طاووس خپل ډېر پام د نارينه لکۍ پر ښکتنۍ برخه غونډوي، نو ولې يې نارينه بڼکې دومره لوړې نيسي.

ورته مطالب