واشنګټن مصر ته د جنګي الوتکو ورکول ځنډولي

جنګي الوتکې
Image caption مصر ته د امریکا ۸ ایف ۱۶ جنګي الوتکې رسېدلې دي.

واشنګټن وايي، چې مصر ته یې په دې هېواد کې د روانو ناامنیو د وېرې له کبله د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د ورکړې معامله ځنډولې ده.

امریکا وايي، د اکار یې وروسته تر هغه وکړي، چې د پوځ له لوري د مصر ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي له واکه لیرې او بندي شو.

د دفاع وزارت (پنتاګان) ویاند جورج لیتل ويلي، واشنګټن دا پرېکړه "مصر کې د روان کړکېچن وضعیت او سیاسي بې ثباتۍ ته په کتلو سره کړې ده".

د امریکا متحده ایالتونه د مصر روان وضعیت ته د کودتا په سترګه ګوري، چې له کبله یې امریکا پر مصر خپله مرسته ودروله.

د مصر دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي د راتلونکې جمعې پر ورځ مصري وګړي پراخو لاریونونو ته بللي دي، او ویلي یې دي، چې هېواد کې "د ترهګرۍ" ضد لاریونونه وکړي.

اخوان المسلمین، چې مرسي یې له ملاتړه برخمن و، د السیسي دا څرګندونې د "کورنۍ جګړې پیلولو لپاره بلنه" بللې ده.

اخوانیانو هم خپلو پلویانو ته د جمعې پر ورځ د پراخو مظاهرو بلنه ورکړې، چې په وینا یې "ولس انقلاب راپرځول غواړي.

معامله

د امریکا ایف ۱۶ شپاړس څلور جیټ الوتکې د هغې لویې معاملې یوه برخه ده، چې ټول ټال ۲۰ الوتکې په کې شاملې دي او ۸ یې عملآً مصر ته رسېدلې.

امریکايي چارواکو د روانې جولای له یوولسمې وروسته وویل، چې مصر ته به څلور الوتکې واستوي.

د امریکا دفاع وزارت د تېرې چارشنبې په ورځ وویل، چې مصر ته د الوتکو سپارل یې ځنډولي دي.

Image caption د اخوان المسلمین محمد البلطاقي ویلي" عبدالفتاح السیسي اوس د کورنۍ جګړې پیلولو بلنه ورکوي".

لیتل وویل "د مصر اوسني وضعیت ته په کتو سره مو مناسبه وګڼله، چې په دې وخت کې مصر ته د الوتکو سپارل مناسب کار نه دی".

ده دا هم ویلي چې "واشنګټن د مصر- امریکا اړیکو ته لاهم ژمن دی، او زموږ مشترک ستراتیژيک اساسات د سیمې د ثبات لپاره دي".

د پنتاګان ویاند زیاتوي چې د دفاع وزیر چاک هېګل خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي ته د خپلې وروستۍ پرېکړې په اړه د تېرې چارشنبې په ورځ تیلېفون کړی دی.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله کیم غطاس له دې پرېکړې ښکاري، چې امریکا د مصر له اوسني وضعیته راضي نه ښکاري، خو په عین حال کې د مصر له پوځ سره د واشنګټن د اړیکو د کمزوري کولو لپاره هم زړه نه نیسي.

مصر ته د امریکايي کلنۍ مرستې کچه ۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

ورته مطالب