د مصر مظاهرو کې ۹ کسه وژل شوي سلګونه ټپيان دي

Image caption د ښاغلي مرسي پلويانو د وژل شويو کسانو شمېر ۳۱ کسه ښوولی

په مصر کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو ترمنځ د نښتو په پايله کې لږترلږه ۹ کسه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

ډیری نښتې په اسکندريه کې شوې دي.

دغه تاوتريخوالی په هغو لاريونونو کې رامنځته شوی چې د جمعې په ورځ دواړو غاړو په ټول مصر کې رابللي وو.

په قاهره کې د جمعې په شپه د پوځ له غوښتنې د ملاتړ په موخه زيات کسان د تحرير په ډګر کې راغونډ شوي و او د اور لوبو په وسایلو يې اسمان روښانه کړی و.

د شپې پر مهال د محمد مرسي پلويان هم په لوی شمېر کې راغلي و، او په قاهره کې د رابعه العدويه د جومات شاوخوا راټول شوي وو.

د ښاغلي مرسي پلويانو د وژل شويو کسانو شمېر ۳۱ کسه اعلان کړی، خو تر اوسه په خپلواک ډول دغه خبر نه دی تاييد شوی.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهيم ويلي، د رابعه العدويه جومات ته څېرمه د محمد مرسي د پلويانو اعتراض ته به ډېر ژر د پای ټکی کېږدي.

هغه په دې اړه جزييات نه دي ورکړي.

ډزې اورېدل شوي

د جمعې په ورځ د تحرير په ډګر کې د مظاهرو په پيلېدو، مصري چارواکو په رسمي ډول د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي د نيولو امر ورکړ.

د هغو تورونو له ډلې چې د ښاغلي مرسي پر ضد مطرح شول، په ۲۰۱۱ کال کې د حماس غورځنګ له لوري د مصر پر يوه زندان د بريد په پلانونو کې د ښاغلي مرسي همکاري ياده شوې ده.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال کوينټن سمرويل په وينا د ډزو غږونه اورېدل شوي او د اوښلن غاز شيندلو ادامه لرله.

دی وايي داسې بريښېده چې امنيتي ځواکونه اعتراض کوونکي د جومات په لوري ځغلول او امبولانسونه د ټپيانو د لېږدولو لپاره ولاړ وو.

د تېرې چارشنبې په ورځ د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي له خلکو وغوښتل چې د پراخو مظاهرو په کولو سره، د پوځ ننګه وکړي.

ورته مطالب