بهار کې ښوونکو د غرمې ډوډۍ سره پرېکون کړی

Image caption د ښوونځي مديره د چارشنبې په ورځ نيول شوې، خو تر اوسه محاکمه شوې نه ده

د هند په بهار ايالت کې لسګونه زره ښوونکو په ښوونځيو کې د غرمې د مفته ډوډۍ له خوړلو سره پريکون کړی دی.

دوی دغه پرېکون وروسته له هغه وکړ چې د هغه ښوونځي مديره چې تېره اوونۍ په کې ۲۳ ماشومان د ډوډۍ خوړلو وروسته مړه شول، پوليسو ونيوله.

د ښوونکو يوه وياند ويلي په دغه ايالت کې د ۳۰۰۰۰۰ کارکوونکو ۹۰ سلنې د نه خوړو پرېکړه کړې، خو يوه چارواکي ويلي دغه سلنه ايله شلو ته رسېږي.

د بهار په ايالت کې ۱۶ ميليونه ماشومانو ته په اووه زره ۲۰۰ ښوونځيو کې د غرمې مفته ډوډۍ ورکول کېږي.

د غرمې ډوډۍ پروژه له لوږې سره د مبارزې او په ښوونځيو کې د ماشومانو د زيات ګډون په موخه پيل شوې او په ټول هېواد کې د دا ډول ماشومانو شمېر ۱۲۰ ميليونو ته رسېږي.

دوی ماشومانو ته پرته له پيسو ډوډۍ برابروي، خو دغه ډوډۍ له روغتيايي اړخه کمزورې وي.

تېره اوونۍ ۴۷ ماشومان چې عمرونه يې د پنځو او ۱۲ کلونو ترمنځ وو، د وريژو او د يو ډول لوبيا له خوړلو وروسته د ساران په ولسوالۍ کې ناروغ شول، چې ۲۳ يې په روغتون کې مړه شول.

زهرجن خواړه

په دغو خوړو کې چې ماشومانو خوړلي د لوړې کچې حشره وژونکي زهرجن مواد موندل شوي دي.

د ښوونځي مديره مينا کوماري د چارشنبې په ورځ نيول شوې، خو تر اوسه محاکمه شوې نه ده.

د تېرې اوونۍ له غميزې وروسته پوليس وايي ازموينو وښوده چې په دغو خوړو کې ( ټوکسيک) زهرجن مواد موندل شوي دي.

د دغو ۲۳ ماشومانو مړه کېدو په درست هند کې پراخې مظاهرې راوپارولې او په ښوونځيو کې د دغو خوړو بندلو غوښتنه يې وکړه.

د خوړو دغه پروژه په لومړي ځل په ۱۹۲۵ کال د چنایی (مدراس) په سويل کې پيل شوه.

ورته مطالب