پاکستان کې زهرجنو شرابو ۱۸ کسان وژلي

Image caption پاکستان کې نا مسلمانو وګړو ته د شرابو خرڅلاو او څښل روا دي.

د پاکستان فیصل اباد کې زهرجنو شرابو لږترلږه اتلس کسان وژلي.

چارواکي وايي، وژل شوي تر ډېره مسلمان او عیسوي کارکوونکي دي، چې د دوو محفلونو پرمهال یې زهرجن شراب څښلي دي.

پاکستان کې یوازې نا مسلمان وګړي د شرابو څښلو اجازه لري، خو ګڼ خلک یې په ناقانونه او پټ ډول کورونو کې څښي.

د ایالت والي د دغې پېښې د چټې پلټنې امر کړی دی.

ویل کېږي، چې دغه کسان فیصل اباد کې د زوکړې یوه محفل او یوه بله ښادي کې سره راغونډ شوي وو چې د شرابو په څښلو سره یې وضعیت خراب شو.

زیاترو هغو کسانو، چې دغه زهرجن شراب څښلي وو، روغتون ته تر رسېدا مخکې مړه شوي.

یوه لوړپوړي پولیس افسر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې "د دواړو محفلونو د وژل شویو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی".

نوموړی وايي " لسګونه نور کسان هم زهرجنو شرابو سخت خراب کړي دي".

پاکستان کې د روژې مبارکې میاشت کې د شرابو هټۍ تړل شوې دي، خو څوک یې چې شوق لري، په ناقانونه توګه یې اخلي.

ورته مطالب