واشنګټن د مصر وروستیو وژنو بې پرې پلټنه غواړي

مصر
Image caption د اخوان المسلمین څرګندونې ښيي، چې وروستیو تاوتریخوالو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د مصر روان وضعیت او لسګونو کسانو د وژل کېدو په اړه نړیوالو غبرګونونو کې امریکا ویلي، چې د مصر وضعیت سخته اندېښمنه کړې ده.

واشنګټن وايي، مصر کې د وژنو په اړه باید خپلواکه او بې پرې پلټڼه وشي.

مصر کې د تېرې جمعې ورځې له تاوتریخوالو راهیسې ۱۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

له تېرې جمعې ورځې راهیسې مصر کې د لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر چاک هېګل مصر کې پر ټولو ښکېلو غاړو له زغمه د کار اخیستو غږ کړی.

خو د بهرنیو چارو امریکايي وزیر جان کیري د مصر اوسنی وضعیت ډېر خواشینوونکی بللی او له مصري چارواکو یې غوښتي چې د سوله ییزو لاریونونو او د وینا ازادۍ درناوی وکړي.

کیري ویلي چې له مصري چارواکو سره یې په لوړه کچه خبرې کړې او د مصر د لنډمهالي حکومت له مرستیال مشر محمد البرادعي او د بهرنیو چارو له وزیر نبیل فهمي سره یې د مصر قاهرې، او اسکندریه ښارونو کې د وروستیو وژنو په اړه ژوره خواشيني ښوولې ده.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګان) ویاند جورج لیتل ویلي "د امریکا متحده ایالتونه هیله لري، چې د مصر لنډمهالي حکومت کې ټولې غاړې ورګډې شي، د نیونو لړۍ ودروله شي او د وینو د حمامونو بهېدو لړۍ هم ختمه شي".

اخوان المسلمین پر مصري امنیتي ځواکونو تور پورې کړی، چې رابعه العدویه جومات ته څېرمه یې د دوی د ملاتړو پر غونډو ډزې کړې.

"سیاسي هدفونه "

د اخوان المسلمین ویاند احمد عارف ویلي د مصري امنیتي ځواکونو په ډزو لږترلږه ۶۶ کسان وژل شوي او ۶۱ نور هم وژل شوي، چې په وینا یې د ټول ټال وژل شویو شمېر ۱۲۷ ته رسېږي.

بل خوا، د مصر د روغتیا وزارت ویلي، چې د وژل شویو شمېر ۶۵ دی، نهه نور کسان هم د اسکندریې وروستیو تاوتریخوالو کې وژل شوي.

Image caption د مصر د کورنیو چارو وزیر ویلي، پولیسو ریښتونې مرمۍ نه دي کارولې.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم د اخوان المسلمین ګوند دا څرګندونې له مبالغې ډکې بللې او ادعا کوي، چې دوی سیاسي اهدافو ته د رسېدو لپاره داسې څرګندونې کوي.

نوموړی دا نه مني، چې ګني پولیسو دې پر اخواني مظاهره کوونکو ریښتونې مرمۍ کارولې وي.

ابراهیم زیاتوي رابعه العدویه جومات ته څېرمه سیمه ییز اوسېدونکي د شنبې ورځې ګهيځ وختي له لاریون کوونکو سره نښتي دي.

نوموړی ادعا کوي، چې پولیسو یې د تیک پرک کولو په خاطر اوښلن غاز کارولی.

خو مصر کې د بي بي سي خبریال کوینټن سمروېل وايي، ښکاري چې د وژل شویو او ژوبلو شویو کسانو شمېر رښتیا هم حیرانوونکی دی.

ورته مطالب