چين د حکومتي پورونو ارزونې امر کړی

Image caption په چين کې ځايي حکومتونو له نړيوال مالي کړکېچ وروسته د خپلې اقتصادي ودې ساتلو په موخه خورا زيات پورونو واخيستل

چين د خپل ټول هېواد په کچه د ټولو حکومتي پورونو ارزونې امر کړی دی. دغه ګام د دې معنا لري چې په چين کې د وروستۍ سوړبازارۍ له امله دا وېرې راپورته شوې چې کېدی شي پر مالي سکتور يې اغېز وکړي.

په چين کې ځايي حکومتونو له نړيوال مالي کړکېچ وروسته د خپلې اقتصادي ودې ساتلو په موخه خورا زيات پورونه واخيستل.

وروستۍ ارزونه چې په ۲۰۱۱ کال کې خپره شوې ښوولې چې دوی د ۲۰۱۰ کال تر پايه ۱۰،۷ مليارډ يوانه (۱،۷مليارډ‌ ډالره) پوروړي وو.

پورونه کېدی شي د چين اقتصادي وده وګواښي، او داسې مخ پر زياتېدو وېرې هم شته چې ځايي حکومتونه کېدی شي د دې توان ونه لري چې خپل پورونه بېرته ورکړي.

د چين ملي ارزونې پر خپله وېبپاڼه ليکلي: "د دولتي شورا له غوښتنې سره سم، د ملي ارزونې دفتر به د ټول هېواد په کچه د اېجنسيو ارزونه تنظيم کړي، چې له مخې يې حکومتي پورونه ورازوي".

د چين ملي ارزونې دفتر ويلي د ارزونې ترسره کولو لپاره يې نورې ټولې پروژې درولې، خو د اروزنې نور تفصيل يا مهالوېش يې نه دی ورکړی.

پر مالي چارو فشار

د ځايی حکومتونو د پورونو ډېره برخه له نړيوال مالي کړکېچ وروسته په داسې حال کې اخيستل شوې وه، چې د چين حکومت د مالي او اقتصادي خوځښت لپاره ۴ ټرېليون يوانه چلن ته ورخوشي کړل.

د چين بانکي چارو تنظيمونې کمسيون په وينا ځايي حکومتونو د ۲۰۱۰ کال تر پايه د چين ټولټال بانکي پورونو ۸۰٪ سلنه اخيستې ده.

ځينې پورونه د بنسټيزو ودانيو پر پروژو لګول شوي، لکه سړکونه او اورګاډي، چې د منظم اقتصادي پرمختګ ساتلو لپاره اړين کتل کېدل، خو ځينې نور يې بيا د ملکيتونو او ودانيو پر جوړولو لګېدلي دي.

داسې وېرې هم وې چې دغه پروژې کېدی شي اوږدمهاله موده کې د پاتې کېدو وړتيا ونه لري.

په همدې وخت کې په چين کې د ټولټال حکومتي پور په اړه هم اندېښنې وې، چې په اړه يې ځينو دليل وايه چې د ځايي حکومتونو پورونو شمېرې او اندازې ته په ټيټه سترګه کتل شوي دي.

د چين د ملي ارزونې دفتر تېرې ارزونې له مخې د ځايي حکومتونو پور د چين د ټولټال سوچه ځايي توليد ۲۵٪ سلنه برخه جوړوله.

خو ډېرو ويل چې دغه کچې کېدی شي له دې هم لوړې وې.

په هانګ کانګ کې د کرېډېټ اګريکول سي ای بي، بانک جګپوړی اقتصادپوه ډاريوس کو والزيک وايي په چين کې د بدو پورونو اندېښنې جدي دي ځکه چې "د پورونو کچه غټه او نا څرګنده ده".

خو ده وويل د ارزونې ترسره کول پر سم لور يو ګام دی، او اوږده موده کې به د دغه هېواد لپاره ګټور وي، ځکه چې د ستونزې د اندازې جزئيات به راوسپړي.

د هغې لارې چارې په اړه هم اندېښنې شته چې له مخې يې حکومتي پورونه لګول شوي دي.

تېر کال د اروزنې دفتر ويلی وو، د ځايي حکومتونو پورونو کې يې د ۵۳۱ مليارډ يوانو په ارزښت بې نظمۍ راسپړلې وې.

د چين مرکزي حکومت په پرله پسې ډول پر دې اړتيا ټينګار کړی چې د ځايي حکومتونو پورونو په ګډون به د مالي خطرونو پر وړاندې د خونديتوب ګامونه واخلي.

په تېر جون کې د چين ملي ارزونې دفتر مشر ليو جيايي د چين د جګپوړيو قانون جوړونکيو غونډه کې خبرداری ورکړی و چې ځايی حکومتونه بايد د ځايي پورونو کې د چټکې لوړېدا کنټرولونې لپاره د خپلو پورونو تنظيمولو چاره ښه کړي.

ورته مطالب