دېره اسماعيل خان: پر مرکزي زندان د اورپکو بريد

د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي اورپکو د دغه ولايت پر يو زندان بريد کړی دی.

د راپورونو له مخې بريد په دېره اسماعيل خان کې پر يو زندان له يو څو چارودنو سره پيل شوی دی.

د پوليسو مشر سهيل خالد رويټرز خبری اېجنسۍ ته ويلي وسله والو بيا د اوږې توغنديو او مشينګڼو ډزې پيل کړې.

په دغه زندان کې د راپورونو له مخې سلګونه طالب او نور اورپکي بنديان دي.

نښتې د دوشنبې ناوخته د شپې مهال شوې، او راپورونه وايي چې لا اوس هم روانې دي.

چارواکيو اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته ويلي بريدګرو د بريد پر مهال "الله اکبر" او "ژوندي دې وي طالبان" نارې وهلې.

يو ځايي اوسېدونکي دغې اېجنسۍ ته ويلي چې د لومړۍ چاودنې غږ ډېر لوړ و، داسې چې "د نژدې سيمې کورونه يې ولړزول".

چارواکي وايي وسله والو د پوليسو جامې اغوستې وې.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت عزيز يوسفزي ويلي د اورپکو بريد کې د زندان بهرني دېوال ته زيان اوښتی، خو دننی دېوال يې خوندي دی، او اورپکي زندان ته په ورننوتلو نه دي توانېدلي.

نوموړي له ځايي رسنيو سره خبرو کې وويل اورپکي په ډلو کې په بېلا بېلو ځايونو کې ځای شوي دي.

"لوړ غږي"

خو د دېره اسماعيل خان مدني کمېشنر مشتاق جدون رويټرز خبری اېجنسۍ ته ويلي"لسګونه" بنديان تښتېدلي دي.

ده ويلي "طالبانو لوډ سپيکرونه (يا لوړ غږي) لري، او دوی د خپلو ملګريو نومونه اخلي".

د ولايتي زندان څانګې مشر خالد عباس اسوشيېټېډ پرېس ته ويلي چارواکيو پر دغه زندان د بريد ګواښ يو ليک ترلاسه کړی و، خو بريد کې يې د دومره بيړې اټکل نه و کړی.

د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد د بريد پړه پر غاړه اخيستې، او ويلي يې دي چې ۳۰۰ بنديان خوشي شوي دي.

د تېر کال اپرېل کې د خيبر پښتونخوا په بنو کې چې د دېره اسماعيل خان په څېر له وزيرستان سره څېرمه ده، پر يوه زندان ورته بريد کې سلګونه بنديان تښتېدلي وو.

دېره اسماعيل خان د خيبر پښتونخوا له سترو ښاورنو بلل کېږي، چې له نارامه غرنيو قبايلو سيمې سره څېرمه دی.

د دېره اسماعيل خان دوشنبې شپې دغه بريد په داسې وخت کې کېږي چې ټاکل شوې د پاکستان سياستوال د خپل هېواد نوی ولسمشر وټاکي.

د ولسمشر اصف علي زرداری ځای ناستی به د پارلمان دواړو او دغه راز څلورو ولايتي جرګو استازيو له لوري د سې شنبې پر ورځ غوره کېږي.

ورته مطالب