ايټاليا کې د بس موټر چپه کېدو ۳۷ کسه وژلي

Image caption په موټر کې څو ماشومان هم وو، خو شمېر يې لا نه دی مالوم شوی

د اېټاليا د رسنيو د راپور پر بنسټ دغه بس موټر ۹۸ فټه ښکته لوېدلی، چې په پايله کې يې ۳۷ کسه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

چارواکو د ټپيانو وضعيت نازک ښوولی دی.

په دغه بس کې ۵۰ کسه سپاره وو، چې له زيارت کولو وروسته د باپل ښار ته بېرته را روان و، چې له پېښې سره مخامخ شول.

په موټر کې څو ماشومان هم وو، خو شمېر يې لا نه دی مالوم شوی.

تر اوسه په دقيق ډول د پېښې لامل هم نه دی مالوم.

ويل کېږي چې په وژل شويو کې د بس موټر چلوونکی هم شامل دی.

د اطفايې مشر د ايټاليا تلوېزيون ته ويلي: "وضعيت کړکېچن دی. زموږ کارکوونکي د پېښې د قربانيانو د راوېستلو لپاره په خپل ټول وس هڅې کوي."

د پولیسو يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، تر اوسه نه شي کولی چې په پېښه کې د وژل شويو کسانو کره شمېره تاييد کړي.

ده دغه راز ويلي چې د ژغورنې ډلې سيمې ته رسېدلي او ژوندي پاتې کسان او مړه شوي او ټپيان له درې راباسي.

تلويزيونونه د اووښتي موټر ټوټې او پارچې او دغه راز د سړک تر غاړې د وژل شويو کسانو او ټپيانو تصويرونه ښيي.

راپورونه وايي چې بس موټر د يوه پله له کټارې سره تر لګېدو وروسته ښکته درې ته پرېوتی دی، خو دغه راپور تر اوسه په خپلواک ډول نه دی تاييد شوی.

ورته مطالب