د سندرو ۷۴ کلن امریکایی لیکوال جې جې کېل ومړ

جې جې کېل
Image caption کېل د دې پرځای چې ځان ته سندرغاړی ووايي، د سندرو لیکوال نوم غوره کړ.

د سندرو امریکایی لیکوال جې جې کېل د ۷۴ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د هغه پر ټویټر وېبپاڼې اعلان شوی، چې کېل د کلیفورنیا ایالت لاجولا روغتو کې د تېرې جمعې په ورځ مړ شوی.

کېل اوکلاهوما ایالت کې زیږېدلی، او د Tulsa Sound په نامه د موسیقۍ نوې بڼه یې کشف کړه، چې له بلوز او روکابیلي او کانتري څخه جوړه ده.

کېل په ۱۹۷۰ کال د (تر نیمې شپې وروسته) سندرې خپرېدو وروسته ډېر مشهور شو.

نوموړي په ۱۹۷۷ کال د کوکایین په نامه یوه سندره ولیکله، چې کلاپتون وویله.

دواړو په ۲۰۰۸ کال یو بل سندریز البوم راویوست، چې د غزلبولو جایزه یې هم وګټله.

جان ویلډن کیل په ۱۹۳۹ کال زیږېدلی، چې بیا وروسته یې خپل نوم پر جې جې کېل واړاوه، ځکه ده غوښتل چې د Velvet Underground البوم جوړوونکي سندرغاړي جان کېل له نامه سره یې توپیر وشي.

د (تر نیمې شپې وروسته) سندرې تر خپرېدا وروسته کېل د طبیعت په نامه لومړنی سندریز البوم جوړ کړ، چې د هغه له ۱۴ سندریزو البومونو لومړی ګڼل کېږي.

کېل د ډول په وهلو کې هم ډېر مهارت درلود، همداشان د خپلو ارامو سندرو او موسقۍ مهارت یې هم درلود.

هغه د دې پرځای چې ځان ته سندرغاړی ووايي، د سندرو لیکوال نوم غوره کړ.

ورته مطالب