د سپو لپاره لومړنی تلوېزیون

Image caption دغه شرکت د پیشوګانو لپاره هم د یوه ځانګړي تلوېزیون جوړولو تابیا لري.

د امریکا متحدو ایالتونو کې اوس د انسانانو سربېره، د سپو لپاره هم تلوېزیون جوړ شوی دی.

د سپو لپاره دغه تلوېزیون د سپو د خوشحاله ساتلو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

په دې یو ساعته تلوېزیون کې سپو ته تلوېزیون هغه مهال چالانېږي، چې د کور څښتن یې له کوره بهر ووځي.

د تلوېزیون چلوونکي اټکل کوي، چې پروګرامونه یې امریکا کې نژدې ۴۶ میلیون هغو کورونو کې وکتل شي، چې په پرله پسې توګه سپیان ساتي.

دوی وايي، چې د تلوېزیون له جوړولو یې هدف د سپو خوشحاله ساتل او ساتېري ده.

د دغه تلوېزیون اصلي مرکز د اسراییلو تل ابیب کې دی.

د تلوېزیون مشره ګیلاد نومان وايي، دا انسانانو ته نه، بلکې د سپیانو لپاره لومړی تلوېزیون دی.

Image caption تلوېزیون کې پروګرامونه د سپیو د خوښې له رنګ سره عیارېږي.

که څه هم په دې تلوېزیون کې سپو ته فلمونه نه ښودل کېږي، خو سپیو ته د موسیقۍ، یا خوځنده رسمونو پروګرامونه اېښودل کېږي.

د تلوېزیون مدیره دا هم وايي، چې د تلوېزیون پروګرامونه د ماساچویسټ پوهنتون د حیواناتو د څانګې د مدیر او د مالونو د ډاکټر پروفیسر نیکولاس دودمان تر نظر تېرېږي.

همداشان دغه پروګرامونه د سپیو د روزونکې برتانوۍ ویکتوریا سټیلویل او د سپیو د حقونو د فعال او روزونکي وارن ایکستین له نظره تېرېږي.

پروګرامونو د انځور ډول او غږ رنګونه د سپیو د خوښې له رنګونو سره سم ټاکل کېږي.

د دغه تلوېزیون جوړوونکی شرکت نورو هېوادونو کې هم د ورته تلوېزیونونو جوړولو هوډ لري.

همداشان وايي، چې پیشوګانو ته یې هم یو ځانګړی تلوېزیون په پام کې نیولی.