اسراییل او فلسطین واشنګټن کې خبرې پیلوي

کیري
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سولې خبرو پيلولو کې رول لوبولی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ډاگه کړه چې اسراييلي او فلسطيني مرکچيان به په واشنگټن کې د سولې خبرې له سره پيل کړي.

دا خبرې چې له ٢٠١٠ کال راهيسې پر ځاى ولاړې وې، د بهرنيو چارو د وزير جان کيري د څو مياشتنيو هلو ځلو په نتيجه کې چې په ترڅ کې يې د اسراييلو او فلسطين ترمنځ تللى او راغلى دى، پيلېږي.

ښاغلى کېري پنځه مياشتې کېږي چې د بهرنيو چارو وزير شوى دى، خو په دې موده کې شپږ ځله سيمې ته ورغلى دى.

د خبرو د بيا پيلېدا وينا تر هغه څو ساعته وروسته خپره شوه چې اسراييلو د څه باندې سلو فلسطيني بنديانو پرېښودل تصويب کړل.

دا پرېښودنه به چې د اسراييلو کابينه يې سره وويشله په څو پړاوونو کې د څو مياشتو په ترڅ کې بشپړه شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جان ساکي وويل:

''لومړنۍ غونډې به د دوشنبې پر ماښام پيل شي او تر سه شنبې به وغزېږي.''

هغې وويل ښاغلي کيري پر يکشنبه د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو او د فلسطين مشر محمود عباس ته ټېلېفون کړى او هغوى ورسره د خبرو پر پيل هوکړه کړېده. خو په دې اړه د خپرې شوې وينا ټکي په ډېر ځير غوره شويدي.

په وينا کې راغلي: دا کتنې به ددې امکان جوړ کړي چې دواړه خواوې وگوري په راتلونکو مياشتو کې په څه ډول خبرې پيلولى شي.

نتیجه

په بله ژبه دا خبرې يوازې د خبرو په اړه دي، خو دا نتيجه تر هغه څه چې په تېرو څو کلو کې تر لاسه شوې وه، ډېره لويه ده، که څه هم دا يې لا لومړنۍ ورځې دي او تر وروستۍ پړاوه لا اوږده لاره ترمخه ده.

د سولې خبرو هماغسې چې په اسراييلو کې اختلاف جوړ کړى، فلسطينيان يې هم سره وويشل. حماس ډلې چې پر غزې واکمنه ده ، خبرې رد کړې او د بنديانو له پرېښودو سره يې د هغو تړاو غندلى دى.

د فلسطين کورواکې اداره په اصولو کې د خبرو پلوې کوي، خو يوه چارواکي يې- مصطفى برغوثي د هغو پر څرنگوالي اندېښنه وښوده:

Image caption د ښاغلي نتنياهو دفتر وويل مهمه داده چې پر داډول مهمو تاريخي پرېکړو هر وگړي خپله رايه ورکړي.

"ددغو بنديانو پرېښودل شل کاله ناوخته شويدي. دوى بايد پر ١٩٩٣ کال چې د اوسلو تړون وشو، خوشې شوي واى. خو بيا هم د هغوى د پرېښودو په اړه د اسراييلو پرېکړه سمه روښانه نه ده.

هغوى وايي چې دوى به په پړاوونو کې راخوشې کوي او دا خوشې کېدل به په هغو سياسي مسالو پورې تړلې وي چې فلسطينيان يې د خبرو پر مهال وړاندې کوي.

زموږ په فکر دا چې د هغوى پرېښودنه د فلسطين پر مرکچي پلاوي د فشار د يوې وسيلې په توگه کارول کېږي، د باج اخيستلو مانا لري."

اسراييلي کابينې د فلسطيني بنديانو د پرېښودو پرېکړه د ١٣ په وړاندې په اوو رايو وکړه.

کابينې دغه راز هغه طرحه هم تصويب کړه چې له فلسطينيانو سره پر هر ډول سوله دې چې د ځمکې ورکړه پکې شامله وي، ټولپوښتنه وشي.

د ښاغلي نتنياهو دفتر وويل مهمه داده چې پر داډول مهمو تاريخي پرېکړو هر وگړي خپله رايه ورکړي.

ورته مطالب