فلسطین او اسراییلو د سولې مخامخ خبرې پیل کړې

فلسطیني او اسراییلي مرکچیان
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري عریقات او لیفني روژه ماتي ته د مخامخ خبرو لپاره وربللي وو.

د فلسطین او اسراییلو د سولې مرکچیانو واشنګټن کې تر درې کلني ځنډ وروسته د سولې مخامخ خبرې پیل کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو غاړو مرکچیان روژه ماتي ته وربللي وو.

د اسراییلو له لوري د سولې مخامخ خبرو ته د عدلیې وزیره زیپي لیوني او د فلسطیني ادارې ستر مرکچي صائب عرقیات شامل دي.

دوی د دوشنبې پر ماښام د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د روژه ماتي لپاره وربلل شوي وو، چې د سې شنبې په ورځ به هم دوام ومومي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د دغو خبرو د پیلېدو هرکلی کړ، خو په همدې مهال یې خبرداری ورکړی، چې "لاهم د سولې مخ کې خنډونه شته".

اوباما په یوه اعلامیه کې ویلي چې "دا یو خوشحالوونکی ګام دی، که څه هم په مخ کې سخت خنډونه او ګران غوراوي شته".

نوموړی زیاتوي "زه خوشبین یم، چې اسراییلو او فلسطینیانو به دا خبرې په ښه نیت پیل کړې وي".

د اوباما دا څرګندونې وروسته تر هغه راغلې، چې د بهرنیو چارو امریکايی وزیر جان کیري د منځني ختیځ د سولې خبرو لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی وټاکل شو.

نوموړي ته د فلسطیني او اسراییلي مرکچیانو د مخامخ خبرو دنده سپارل شوې ده.

"معقولې تېرېدنې"

جان کیري پر اسراییل او فلسطینیانو د سولې لپاره د "معقولو تېرېدنو" غږ وکړ او وویل چې "که چېرې په پټه خبرو کې پرمختګ کېدای شوای، له ډېر پخوا به پرمختګ شوی و".

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د بحث وړ خبرو په اړه هم اختلاف دی.

اسراییل وايي، چې مخامخ خبرو کې باید ټول مسایل مطرح شي، خو فلسطینیان بیا وايي، چې لومړنیو خبرو کې دې د پولې او امنیت خبرې وڅېړل شي.

د پولې پر سر خبرو کې مهمه مساله لوېديځه تراډه کې د اسراییلي مېشت ځایونو، فلسطیني کډوالو او د قدس وضعیت په اړه دي.

د سولې په دې خبرو کې د اسراییلو یوه مرکچي سیلفان شالوم ویلي چې "ټول اساسي مسایل به دا ځل څېړل کېږي".

خو د فلسطینیانو مرکچي یاسر عبد ربه ویلي، د امریکا له لوري د مخامخ خبرو بلنلیک کې د هغو موضوعاتو په اړه هېڅ تفصیل نه شته، چې باید وڅېړل شي.

د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د سولې خبرې له ۲۰۱۰ راپدېخوا په ټپه درېدلې دي.

ورته مطالب