جان کېري په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي

Image caption پاکستان وايي اسلام اباد به هڅه وکړي چې له واشنګټن سره ستراتېژيکې خبرې له سره پيل کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري نن چارشنبه په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي او دغلته به له پاکستاني چارواکو سره په مهمو ستراتيژيکو موضوعاتو خبرې وکړي.

د پاکستان حکومتي تلوېزيون د راپور پر بنسټ ښاغلی کېري به له لومړي وزير نواز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري.

د ښاغلي کېري د سفر پر مهال به د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د ستراتېژيکو اړيکو پر ښه والي او د سيمې په موضوعاتو هم خبرې وشي.

دا له هغه راوروسته چې نواز شريف د پاکستان د لومړي وزير په توګه دنده پيل کړې ، پاکستان ته د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي لومړی سفر دی.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند تېره اوونۍ ويلي و، پاکستان به د جان کېري د سفر پر مهال د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د ستراتېژيکو خبرو د لړۍ بېرته پيل کولو هڅې وکړي.

د پاکستان حکومتي راډيو د بهرنېو چارو د وزارت د ویاند اعزاز چوهدري له قوله ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيکې خبرې په ۲۰۱۱ کال کې د سلاله پر پوستې له بريده وروسته درول شوې وې.

اعزاز چودري وايي پاکستان به هڅه وکړي چې دغه درېدلې خبرې له سره پيل شي.

پاکستان تېر کال د نومبر په ۲۴مه پر سلالې پوستې د امريکايي څرخکو له بريد وروسته چې ۲۴ پاکستاني پوځيان په کې ووژل شول، په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته اکمالاتي لارې وتړلې.

پاکستان دغه راز په بلوچستان ايالت کې د شمسي هوايي ډګر هم چې د امريکا له لوري کارېده، د امريکايانو پر مخ وتاړه.

ورته مطالب