زندان کې هېر شوي امریکايي ته ۴ میلیون ډالر غرامت

چونګ
Image caption چونګ وايي، زندان کې د ډېرې تندې له کبله خپلو بولو څښلو ته اړ شوی.

د امریکا کلیفورنیا ایالت کې یوه محصل د حکومت څلور میلیون ډالر له دې کبله ګټلي، چې زندان کې د چارواکو له خوا څلور ورځې له خوړو او اوبو پرته هېر کړای شوی و.

دانیال چونګ وايي، زندان کې د ډېرې تندې له کبله خپلو (بولو) میتیازو څښلو ته اړ شو، چې ځان پرې له مرګه وژغوري.

وايي، دومره بې سېکه شوی و، چې خپل مور او پلار ته یې لیک په څنګل لیکلی و.

چونګ ۲۰۱۲ کال نشه يي توکو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و، خو پولیسو بیا هغه سپین وخېژاوه.

که څه هم نوموړی سپین ختلی و، خو بیا هم څلور ورځې زندان کې هېر شوی و.

د عدلیې وزارت عام څارونکي د هغه قضیه څېړلې ده.

چونګ تر خوشي کېدا وروسته روغتون کې پنځه ورځې تېرې کړې، چې د ډاکټرانو په وینا د ګردې او د مرۍ سوري کېدو ناروغۍ ورته پیدا شوې دي.

هغه زندان کې اووه کیلو وزن هم کم کړی و.

چونګ وايي، ګومان یې کاوه، چارواکو هېر کړی دی.

هغه زندان کې چې چونګ ساتل کېده، پنجرې یې نه لرلې، خو هېچا یې هم په څلورو ورځو کې د خوړو او اوبو غم نه وو خوړلی.

د هغه وکیل وايي، د زندان چارواکو بې غوري کړې ده؛ ځکه چې هر زنداني باید هره ورځ وکتل شي.

نوي مقررات

دانیال چونګ زندان کې د ساتل کېدو په اړه وايي: "طاهراً دا یوه پېښه وه، ډېره وحشتناکه او دردوونکې پېښه".

خو د هغه وکیل وايي، د دې پېښې په تعقیب، د نشه يي توکو د مبارزې ادارې نوي مقررات وضع کړي، چې له مخې یې باید د نشه يي توکو په تورن هر نیول شوی زنداني هره ورځ وکتل شي او هلته د کامرو په مټ تعقیب شي.

چونګ وايي، غواړي دغه پیسې وساتي او خپل مور او پلار ته یو کور پرې واخلي.

نوموړی زندان کې د ساتل کېدو پرمهال ۲۳ کلن او د انجینرۍ پوهنځي محصل و.

ښاغلی چونګ د نیول کېدا په وخت کې د یوه ملګري کور کې و، چې پولیسو هلته د تلاشۍ پرمهال ۱۸ زره ټوټې اکستازي نشه يي توکي، نور نشه يي توکي او وسلې وموندې.