د مرسي پلويان لا هم لاريونونو ته دوام ورکوي

Image caption اخوان المسلمين ويلي دوی بله لار نه لري، پرته له دې چې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي

د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي زرګونه پلويانو لا هم په قاهره کې خپلو غونډو او اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.

دغه اعتراضونه پر داسې مهال دوام لري چې منځمهالي حکومت يو حکم صادر کړی او پوځ ته يې ځانګړی واک ورکړی چې مظاهره چيان تيت پرک کړي.

اخوان المسلمين ويلي دوی بله لار نه لري، پرته له دې چې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د دغې ډلې وياند ويلي که پوليس د دوی د خورولو هڅه وکړي، نو د قتل عام وېره موجوده ده.

امريکا د پوځ د نوي فرمان په غبرګون کې له مصري حکومته غوښتي چې د اعتراضونو او د خلکو د ازادۍ درناوی وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وویل: "موږ له منځمهالي حکومت او امنيتي ځواکونو نه غوښتنه کړې چې د سوله ييزو اعتراضونو او غونډو ته درناوی وکړي. موږ دغه غوښتنه هم په علني او هم په خصوصي ډول راپورته کړې ده."

په مصر کې دننه هم اسلامي ګوندونو د پوځ د دې نوي فرمان په اړه غبرګون ښوولی دی.

د دې اوونۍ په لومړيو پوځ د ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو خورولو لپاره له زوره کار واخيست او داسې راپورنه ورکړای شول چې له ۱۰۰ زيات کسان په کې ووژل شول.

له هغه وروسته نړېوالې ټولنې په ځانګړي ډول امريکا د مصر پر لنډمهالي حکومت فشارونه زيات کړي چې له اعتراض کوونکو له تند چلنده لاس واخلي.

امريکا ويلي چې په مصر کې وضعيت اندېښمنوونکی دی او د دغو وژنو په تړاو ي د خپلواکه او بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب