د امريکا کانګرس پر ايران نور بنديزونه وضع کړل

Image caption د نوې طرحې له مخې د ایران د کانونو او ودانیزو چارو پر کاروبار هم بندیز لګول کیږي

د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې پر ایران د دغه هېواد د اتومي پروګرام له امله نور بندیزونه هم تصويب کړل.

د دې نویو بندیزونو له مخې امریکا ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به په نړيواله کچه د ایران د تیلو خرڅلاو پای ته رسوي.

د نوې طرحې له مخې دغه راز په ایران کې د کانونو او ودانیزو چارو پر کاروبار هم بندیز لګول کیږي.

د امریکا له خوا دا ګام یوازې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني له لوړې یوازې څو ورځې وړاندې اخستل کیږي.

دا طرحه به د مشرانو جرګې له خوا له تصویب او د ولسمشر بارک اوباما له لاسلیک وروسته د قانون بڼه خپله کړي.

ايران کلونه کېږي چې د لويديځ تر بنديزونو لاندې ژوند کوي.

د دغو بنديزونو کچه هغه مهال لا لوړه شوه چې ولسمشر احمدي نژاد د خپل هېواد اتومي پروګرام بيا پيل کړ.

د ايران تيل

نړيوالې ټولنې له ۲۰۰۶ کال راهيسې يې هرکال د بنديزونو نوې کړۍ له ايرانه راتاو کړې ده.

د ۲۰۱۲ کال په جولای کې اروپايي ټولنې د ايران خامو تېلو پر وارداتو، پېر او لېږد بنديز ولګاوه، چې تر هغه وخته يې د ايران تېلو صادراتو تر ۲۰ سلنې برخه جوړوله.

دغو بنديزونو د ايران تېلو صادرات له ۱۹۸۶ کال د ايران عراق جګړې راهيسې تر ټولو ټيټې کچې پورې ورسول او د ايران ريال د امريکايي ډالر پر وړاندې تر ريکارډ کچې ټيټې ولوېد.

په ۲۰۱۲ کال کې د پيسو نړيوال صندوق وويل د ايران اقتصاد په دوو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره سوړبازارۍ کې دی.

خو دا يوازې بنديزونه نه دي چې ايرانيانو ته زيان رسوي.

ورته مطالب