م. م: سوريه کې د کېمياوي وسلو کارول پلټي

Image caption خان العسل يوه له هغو دريو سيمه ده چې د ملګرو ملتو څارونکي به ترې لېدنه کوي

ملګري ملتونه وايي د بشار الاسد حکومت د ملګرو ملتو له هغو څارونکو سره چې غواړي په سوريه کې له دريو سيمو چې ګومان کېږي، کېمياوي وسلې په کې کارول شوي، د ورتلو موافقه کړې ده.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون په يوه بيانيه کې اعلان کړی، څارونکي به له هغه سملاسي وروسته سوريې ته ولاړ شي چې د تلو امکان يې پيدا شي.

يو له هغو سيمو چې د ملګرو ملتو څارونکي به ترې لېدنه کوي، له حلب ښار سره نژدې د خان العسل سيمه ده.

لومړني شواهد ښيي په هغه جګړه کې چې څو ورځې وړاندې دغلته وشوه، له کېمياوي وسلو په کې کار اخيستل شوی دی.

په دغو نښتو کې لږترلږه ۲۷ کسه وژل شوي دي.

د سوريې په جګړه کې ښکېلې غاړې، يو بل د کېمياوي وسلو په کارولو تورنوي، خو تراوسه لا نه ده کره شوې چې دغه وسلې کوم لوری کاروي.

د خان العسل سيمه د مارچ تر مياشتې د حکومتي ځواکونو تر ولکې لاندې وه، خو د جولای په ۲۲ يې کنټرول یاغيانو ترلاسه کړ.

ملګرو ملتو تر اوسه د هغو دوو نورو سيمو نومونه چې فکر کېږي کېمياوي وسلې په کې کارول شوي، نه دي ښوولي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتو د بې وسلې کولو د څانګې مشرې انجلا کين او د دغه سازمان د کېمياوي وسلو څارونکو له سوري چارواکو سره په دمشق کې وکتل.

دوی په دغه کتنه کې هغو دريو سيمو ته د لاسرسي په اړه له سوري چارواکو سره خبرې وکړې، چې ګومان کېږي کېمياوي وسلې په کې کارول شوې دي.

څو مياشتې وړاندې هم د سوريې په ځينو سيمو کې د کېمیاوي وسلو د مالومولو لپاره ملګرو ملتو سوريې ته يوه ډله استولې وه.

ملګري ملتونه وايي له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې د بشار الاسد پر وړاندې خلکو پاڅون کړی، له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي دي.

سازمان وايي سلګونه زره نور سوري وګړي عراق، ترکيې او نورو ګاونډېو هېوادو ته د جګړې له وېرې کډوال شوي دي.

ورته مطالب