سامانتا پاور م. م کې د امریکا استازې ټاکل کېږي

سامانتا پاور
Image caption آغلې پاور د بشري حقونو وتلې مدافعه ګڼل کېږي.

پاور ته د مشرانو جرګې دواړو ګوندونو (دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو) د تایید ۸۷ رایې ورکړې، خو یوازې ۱۰ یې مخالفت وکړ.

۴۲ کلنه پاور به ملګرو ملتونو کې د مخکنۍ استازې سوزن رایس پرځای ټاکل کېږي.

سوزن رایس د ولسمشر اوباما د ملي امنیت سلاکاره ټاکل شوې ده.

پاور د هاروارډ پوهنتون فارغه ده، چې مخکې د ولسمشر ځانګړې مرستیاله هم پاتې شوې ده.

ولسمشر اوباما له مشرانو جرګې مننه کړې ده، چې آغلې پاور ته یې د تایید رایه ورکړه.

اوباما پاور "د امریکا متحدو ایالتونو بهرني سیاست کې یوه غوره متفکره" بللې ده.

نوموړي ویلي چې "دا چې هغه انساني کرامت او حقونو ته ډېره پابنده ده، تر ډېره به د امریکا ګټې، حقونه او ازادي په پام کې ونیسي".

پاور د مشرانو جرګې غونډې له خوا د استجوابیه غونډې پرمهال ډېره هڅه وکړه، چې امنیت شورا کې اسراییلو ته دایمی څوکۍ ورکړل شي.

خو د سوریې په اړه یې درځ بېل دي، دې مشرانو جرګې ته وویل چې "امنیت شورا سوریه کې پر روانو وینو بهېدو سترګې پټوي، دا دریځ خجالت کوونکی دی، چې تاریخ به په شدت سره محاسبه ورسره وکړي".

ورته مطالب