په بهر کې خپلو اتباعو ته د امريکا خبرداری

امريکا، بیرغ
Image caption د يکشنبې په ورځ به د افغانستان په ګډون ځينې هېوادو کې د امريکا سفارتونه تړلي وي

د امريکا حکومت د القاعده شبکې د بريدونو له وېرې په نړېواله کچه خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې له هېواده بهر د سفر پر مهال محتاط اوسي.

خو د دغو بريدونو په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه وينا کې وويل، چې د ممکنه بريدونو زيات خطر په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې دی.

بل خوا برتانيې هم ويلي، د احتياطي ګام په توګه د شنبې او يکشنبې په ورځو په سوريه کې خپل دپلوماتيک دفترونه تړي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ امريکايي چارواکو اعلان وکړ، چې راتلونکې شنبه 'اګست، څلورمه' د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ممکنه خطر له وېرې خپل زيات دپلوماتيک دفترونه تړي.

چارواکي وايي دغه خبرداری به د روانې ميلادي مياشتې تر ۲۱مې نېټې وي او امريکايي اتباعو ته ويل شوي چې له هېواده بهر د سفر پر مهال، هوښيار اوسي.

د پنجشنبې په ورځ د سفارتونو د تړل کېدو په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې دغه اعلان پر هغو سفارتونو تطبيقېږي چې معمولآ د يکشنبې په ورځ پرانستې وي.

د اسلامي نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د يکشنبې ورځ، کاري ورځ وي او په نورو هېوادونو کې هسې هم د يکشنبې په ورځ د امريکايي دپلوماتيکو مرکزونو دفترونه بند وي.

تېر کال د سپتمبر پر ۱۱مه د لېبيا په بن غازي ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ بريد کې د امريکا د سفير په ګډون څلور امريکايي اتباع ووژل شول.

د بهرنيو چارو وزارت وايي: "له شته معلوماتو څرګندېږي چې القاعده او له دې سره تړلې ډلې په سيمه او له سيمې بهر د ترهګرو بريدونو په پلانولو بوخت دي او کېدای شي چې ترهګر له نن نه د اګست تر ۲۱مې د دغو بريدونو د ترسره کولو هڅه وکړي."

د خبرداري پر بنسټ ډېر امکان شته چې په دغو بريدونو کې په ترانسپورتي سيستم او د سياحت په نورو سيمو کې سيلانيان په نښه شي.

د امريکا د سي بي اس تلويزيوني چینل د راپور پر بنسټ په هغو دفترونو کې چې د يکشنبې په ورځ به تړلې وي د بحرين، اسراييل، اردن، کويت، لېبيا، عمان، قطر، سعودي عرب، سوريه، افغانستان او د بنګله دېش هېوادونه شامل دي.

ورته مطالب