حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توګه کار پیل کړ

Image caption ښاغلي روحاني د خپلې دندې تر تاييد وروسته، د دې ټاکنې له امله د منننې څرگندويي وکړه او ویې ویل "د لوى څښتن شکر کوم چې خپل دې کوچني بنده ته يې دا وياړ په برخه کړ چې د ولسمشر په توگه د ايران د ستر ولس د باور رايه او د لوى مذهبي مشر له خوا تاييد، تر لاسه کړي".

په ايران کې ملا حسن روحاني د ولسمشر په توگه د محمود احمدي نژاد پر ځاى خپل کار پيل کړ.

د ښاغلي روحاني دنده، د ايران مذهبي مشر په پلازمېنه تهران کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تاييد کړه.

دى به د لُوړې رسمي مراسم پر يکشنبه (د اګست څلورمه) د ايران په پارلمان کې پر ځاى کړي.

ښاغلي روحاني د خپلې دندې تر تاييد وروسته، د دې ټاکنې له امله د منننې څرگندويي وکړه او ویې ویل "د لوى څښتن شکر کوم چې خپل دې کوچني بنده ته يې دا وياړ په برخه کړ چې د ولسمشر په توگه د ايران د ستر ولس د باور رايه او د لوى مذهبي مشر له خوا تاييد، تر لاسه کړي".

ښاغلي روحاني په جون کې د ولسشرۍ ټاکنې په دې ژمنو گټلې وې چې اصلاحات به راولي او د ايران نړيوال گوښى والى به پائ ته رسوي.

د تهران ننني مراسم د واک د لېږد لپاره و، خو د نوي ولسمشر د کار رسمي پيل به د يکشنبې په ورځ وي.

٦٤ کلن روحاني له نړيوالې ټولنې سره په اټومي خبرو کې د ايران استازى او د ١٩٧٩ کال تر انقلاب دمخه اسلامپالى مبارز و.

له ښاغلي روحاني سره د ايران د سمونپالي غورځنگ ملاتړ ملگرى و چې له نوي ولسمشره د ټولو سياسي بنديانو د پرېښودو او پر ايران د لگېدلو بنديزونو د پورته کېدو غوښتنه کوي.

که څه هم حسن روحاني د ولسمشر په توگه واک ته رسېږي، خو په ايران کې اصلي پرېکړې د بل چا په لاس کې دي- د مذهبي مشر آيت الله خامنه يي په لاس کې.

د واک تر رسمي نيولو يوه ورځ مخکې، ښاغلي روحاني وويل چې "د اسراييلو اشغال پر اسلامي ملت يو زوړ ټپ دى".

ده دا خبرې د ايران له خوا د بيت المقدس د ورځې د کلنۍ نمانځنې پر مهال وکړې.

دا خبرې د ايران د نورو مشرانو د ويناوو يوه انگازه وه چې د دود له مخې پر دغه ورځ اورول کېږي.

ايران د ١٩٧٩ کال تر انقلاب راهيسې تل د اسراييلو د شتوالي حق رد کړى دى.

ښاغلي احمدي نژاد هم د واک تر پرېښودو يوه ورځ دمخه، په خپله وروستۍ مرکه کې چې د جمعې په ورځ وشوه، پر اسراييلو گوزار وکړ او گواښنه يې وکړه چې په سيمه کې داسې يو توفان را روان دى چې "صهيونستي رژيم به له منځه يوسي. "

ډېرئ ايرانيان په دې باور دي چې ښاغلي احمدي نژاد چې دوه ځلې په ناندره ييزو ټاکنو کې بريالى شو، ايران د اقتصادي ويجاړۍ او له نورې نړۍ سره د مقابلې پر خوا سم کړى و.

ورته مطالب