''انټرپول'' غړو هېوادونو ته نړیوال امنیتي خبرداری ورکړی

ډېره اسمعیل خان
Image caption د ډېره اسمعیل خان له زندانه نژدې ۲۰۰ بندیان تښتېدلي وو.

نړیوالو پولیسو "انټرپول" وروسته تر هغه د لویو ممکنه ترهګریزو بریدونو رامنځ ته کېدا خبرداری ورکړی، چې عراق، پاکستان او لیبیا کې پر زندانونو د القاعدې شبکې د بریدونو پایله کې سلګونه بندیان وتښتېدل.

څو ورځې مخکې د پاکستان شمال لوېديځ ډېره اسمعیل خان پر یوه زندان تر برید وروسته لږترلږه ۲۴۸ بندیان وتښتېدل، چې په غالب ګومان د القاعدې شبکې عناصر یې تر شا وو.

د "القاعدې" شبکې په وسلو او بمونو سمبالو غړو ډېره اسمعیل خان کې د تېر جولای پر ۳۰ پر زندان برید وکړ، چې په لړ کې یې لږترلږه ۱۳ کسان ووژل شول، چې شپږ په کې پولیس وو.

پاکستاني چارواکو وویل چې "۳۰ تښتېدلي بندیان د القاعدې شبکې له خوا ترهګریزو بریدونو او نورو خطرناکو بریدونو په تور بندیان شوي وو".

عراق کې القاعدې شبکې د تېر جولای پر ۲۲ مه پر دوو زندانونو بریدونه وکړل، په لومړي برید کې یې د بغداد ختيځ کې د ابو غریب زندان په نښه کړ، او د پلازمېنې بغداد شمال کې یې د تاجي په نامه یو بل زندان هم برید وکړ.

د بندیانو تر تېښتې شېبه مخکې، د امنیتي ځواکونو او القاعدې غړو ترمنځ درنه نښته وشوه، چې لترلږه د زندان ۲۰ ساتونکي په کې ووژل شول.

همداشان، نژدې پنځه ورځې وروسته، د لیبیا بنغازي کې ۱۲۰۰ بندیان له زندانه وتښتېدل.

القاعده

Image caption د انټرپول دا خبرداری وروسته تر هغه اعلان شوی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په رسمي توګه د القاعدې شبکې د ممکنه ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

نړیوالو پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې "انټرپول په دې نظر دي، چې د القاعدې بریدونو کې د سلګونو بندیانو تښتېدل القاعده پیاوړې کولی شي، انټرپول له ۱۹۰ غړو هېوادونو غواړي، چې امنیتي تدابیر ټينګ کړي.

انټرپول همدا شان له دغو هېوادونو غوښتي چې "تر وروستۍ کچې ویښ پاتې شي او له نړیوالې ترهګرۍ سره خپله مبارزه لا نوره جدي کړي".

د انټرپول دا خبرداری وروسته تر هغه اعلان شوی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په رسمي توګه د القاعدې شبکې د ممکنه ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د تېرې جمعې پر ورځ امریکا منځني ختيځ او شمالي افریقا کې د خپلو وګړو د نه سفر کولو ښپارښتنه کړې وه.

اټکل و، چې د یکشنبې پر ورځ د نړۍ یوویشتو هېوادونو کې د امریکا دیپلوماتیک مرکزونه او سفارتونه وتړل شي.

ورته مطالب