ایران د روحاني په دوره کې: سترې ننګونې

روحاني
Image caption اصلاح غوښتونکو تېرو ټاکنو کې د روحاني ملاتړ وکړ.

د ایران وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ایران تلوېزیون کې د مشر په توګه د مذهبي مشر حسن روحاني تر اعلانېدا وروسته، سلګونه زره کسان د ایران واټونو ته د خپلو خوشحالیو ښوولو لپاره راووتل.

ځینو د محمود احمدي نژاد د واکمنۍ ختمېدو په خوښۍ کې راوتلي وو، او نارې یې وهلې چې "احمدي نژاده، خدای پامان"!

ګڼ ایرانیان احمدي نژاد ته - چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې یې دوه ځلې ګټلې دي- او د ۲۰۰۹ کال ټاکنو پایلې ډېرې لانجمنې وې، په دې نظر ګوري، چې د واکمنۍ پرمهال یې د ایران اقتصاد ستر ګوزار لیدلی او له بهرنیۍ نړۍ سره یې د ښکر په ښکر سیاست غوره کړی و.

روحاني ته ځینې ایرانیان خوشبین دي، او وايي شاید دغه سړی د ایران اقتصاد یوځل بیا پر پښو ودروي او پر دغه هېواد د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو غم وخوري، خو ایا رښتیا به هم د ایران د مذهبي مشر له ملاتړه دغه برخمن ولسمشر دا کار وکړای شي؟

په دې راپور کې هغو لویو ننګونو ته اشاره کوو، چې روحاني تر واکمنېدا وروسته ورسره مخامخ دی.

سیاسي بندیان

Image caption سیاسي مخالف میر حسین موسوي لاهم جبري کلابند دی.

که څه هم ایرانیان د اقتصادي بندیزونو پایله کې د نرخو د لوړېدو او بې کارۍ له لوړې کچې سره مخامخ دی، خو ګڼ ایراني وګړي له خپل اوسني ولسمشره د سیاسي بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

د سیاسي بندیانو د خوشي کېدو چیغه ان ټاکنو کې د روحاني تر کامیابېدا وروسته واټونو ته د خوښیو لمانځونکو کسانو په شعارونو کې له ورایه ښکارېده.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې په حواله، د ایران زندانونو کې تر ۸۰۰ ډېر سیاسي بندیان پراته دي، چې زیاتره یې د مخکني نظام مخالف د زرغون خوځښت مشران دي چې په دوی کې میر حسین موسوي او د هغه ښځه زهرا راهنورد ډېرې پېژندل شوې څېرې دي.

همداشان مهدي کروبي هم له تېرو دوو کلونو راهیسې له محاکمې پرته پخپل کور کې نظربند دی.

خو په سیاسي بندیانو کې تر مشرانو پرته خبریالان، قاضیان، د بشري حقونو فعالان، وېبلاګ لیکونکي، او هغه مدافعین هم شته، چې د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت لپاره یې فعالیت کاوه.

همداشان سیاسي بندیانو کې ځینې عیسوي پادریان، د سني مذهب پیروان مذهبي مشران، او ایران کې د بهايي مذهب مشران هم راځي.

د روحاني د واک پروړاندې به د دغو کسانو خوشي کېدل لومړنۍ ازموینه وي، که چېرې دوی خوشي شي، د ډېرو په اند شاید ایران کې نسبي ارامي راشي.

له مذهبي مشر سره اړیکه

Image caption ستر مذهبي مشر په زیاترو لویو سیاسي مسایلو کې پرېکړه کوي.

دا چې د ایران ولسمشر باید په مهمو او ډېرو قضایاوو کې له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره سلا مشوره وکړي، ځکه چې مذهبي مشر ایران کې د مهمو پرېکړ کولو واک لري.

خو روحاني چې څو کاله یې په مهمو پوستونو کار کړی، د حکومت له زیاترو چارو سره اشنا دی.

که څه هم روحاني له سخت دریځو له هغه سره د مرستې د لاس اوږدولو تمه لري، خو شاید دوی له روحاني لومړنۍ دا غوښتنه ولري، چې نظام له هغې دایرې راووځي، چې څو کلونه په کې منحصر پاتې شوی.

دوی په دې اند دي، که چېرې دا کار ونه شي، شاید نړیوال بندیزونه د دغه هېواد اقتصاد ډېر کمزوری کړی او ایران پخپله خپل ځان وخوري.

اقتصاد

Image caption د احمدي نژاد واکمنۍ کې د ایران اقتصاد ډېر کمزوری شو.

ایران کې د منفي پرمختګ سربره، اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی. د سمي شمېرو له مخې ایرن کې د اقتصادي کړکېچ کچه ۳۶ سلنه ده، خو نارسمي شمېرې بیا دا کچه تر دې هم ډېره لوړه ښيي.

ایران کې د خوراکي توکو نرخونه ۵۵ سلنه لوړ شوي، خو د بې کارۍ کچه بیا ۱۲ ختلې ده. د ناوړه ادارې کچه هم تر پخوا ډېره ناوړه شوې ده، چې له نړیوالو بندیزونو سره دا کچه نوره هم جګه شوې.

نړیوالو بندیزونو د ایران د تېلو پر صادراتو نېغ په نېغه منفي اغېز کړی، داسې چې د ایران د عوایدو کچه یې نژدې ۶۵ سلنه راټيټه کړې ده.

همداشان، له بهرنۍ نړۍ سره د ایران د لګښتي بندیزونو کچې هم پر ایران ناوړه اغېز کړی، ځکه چې تر دې وروسته د تېلو د خرڅلاو له لارې ایران ته د ډالرو ورتګ په ټپه درېدلی.

همدا ده چې، تېر کال د ایران پیسه راولوېده، او د ایراني تومان ارزښت نژدې ۸۰ سلنه راولوېد.

روحاني ته ښايي چې د هېواد ځینې اقتصادي برخې بېرته ورغوي، او دا به ګرانه وي، چې لنډ وخت کې دا کار وکړای شي.

له نړیوالو قوتونو سره د اتوم بم پر سر لانجه

Image caption د ایران اتومي پروګرام په اړه پر ایران څو ځلې اقتصادي بندیزونه ولګول شول.

د ایران مخکنیو ولسمشریزو ټاکنو ته یو کاندید سعید جلیلي ته نژدې د ولسمشریزو ټاکنو ټولو کاندیدانو د انتقاد ګوتې نیولې وې، چې په دوی کې اسلامپالي محافظه کاره او سخت دریځي هم شته، له تېرو ولسمشریزو ټاکنو وړاندې په تلوېزیوني مناظرو کې دوی پر جلیلي نیوکې کولې، چې د ایران اتومي موضوع په اړه یې له نړیوالو قوتونو سره خبرې ډېرې مثبتې نه وې.

په دې سره د ایراني چارواکو ترمنځ درز راپیدا شوی، چې د اتومي پروګرام او په اړه یې له خبرو سره څه ډول چلند وشي.

روحاني وړاندې ویلي وو، چې ایران اتومي پروګرام ته دوام ورکولی شي او هم مهاله نړیوالو قوتونو ته ډاډ ورکولی شي، خو په عین حال کې د خبرو پرمهال باید د ایران دريځ ډېر شفاف وي.

نوموړي دا ټینګار هم درلود، چې د ایران او نړیوالو قوتونو ترمځ باید د دوه اړخیز باور جوړولو لپاره کار وشي.

خو د دې خبرو عملي کول ګران کار دی. که چېرې روحاني دې ستونزې ته د حل لار ومومي، شاید د ایران مذهبي مشر یې هم ملاتړ وکړي، خو که پاتې راشي، ایران کې د جګړې یا له ایران سره د نورو هېوادونو د جګړې اوازې شاید حقیقت ومومي.

بهرني اړیکي

Image caption روحاني له ګوښې څخه د ایران د رایستلو ژمنه کړې.

د ایران بهرني اړیکي باید د نوي ولسمشر په لومړیتوبونو کې وي.

روحاني ژمنه کړې وه، چې له بهرنۍ نړۍ سره به د ایران اړیکي رغوي؛ ځکه چې نوموړی دیپلوماتیک شالید لري او د دې کار توان هم لري.

نوموړی څو کاله د ایران له سترو اتومي مرکچیانو له ډلې پر څوکۍ پاتې شوی، او له لوېديځو قوتونو سره یې په لوړه کچه ځینې معاملې هم کړې دي.

شاید نوموړی له برتانیا سره هم د ایران اړیکي ورغوي، کله چې د تهران کې د برتانیا پر سفارت برید وشو، لندن ۲۰۱۱ کال ایران کې خپل سفارت وتاړه، بیا یې لندن کې د ایراني سفارت تړلو امر هم وکړ.

بل خوا د روحاني تر بریالیتوب وروسته امریکا په لومړي غبرګون کې له تهران سره د اتومي پروګرام په اړه د مخامخ خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو جوړولو وړاندیز وکړ.

له دې نوې فضا سره، چې اوس پر تهران خوره ده، ګڼ خلک په دې اند دي، چې اوس ایران کې هرڅه پېښېدی شي.

ورته مطالب