د نړۍ لومړی لابراتواري برګر

Image caption په لابراتوار کې جوړ شوی، دغه برګر پوخ شو او په لندن کې د يوه خبری کنفرانس پر مهال وخوړل شو

د نړۍ ترټولو لومړی داسې ډول برګر چې په لابراتوار کې جوړ شوی، پوخ شوی او په لندن کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال خوړل شوی دی.

دغه برګر په هالنډ کې د ماستریخت پوهنتون ساینسپوه پروفیسر مارک پوسټ جوړ کړی او د نړۍ لومړی برګر دی چې په لابراتوار کې له حجرو جوړ شوی دی.

پروفیسور پوسټ وایي، دا یو ډېر ښه پیل دی، او دا کار ځکه کوي چې حیواني محصولات چاپېریال ته زیان رسوي، د نړۍ د ډېرېدونکو وګړو ضرورت نه پوره کوي او همداراز دا خپله د حیوانانو د خوندیتوب لپاره هم یوه ښه لار ده.

خو د اکسفورډ پوهنتون د غذایي پلټنې مرکز مشره پروفیسر تارا ګارنېټ بیا وایي، چارواکو ته په کار ده چې د تخنیکي حل لارې نه پرته د حل نورې لارې ولټوي، په نړۍ کې ۱،۴ میلیارډه داسي وګړي لرو چې وزن یې زیات دی او چاغ دي، بله خوا د نړۍ په کچه ۱ میلیارډ وګړي وږي ویدېږي.

دا وايي دا د منلو وړ نه ده، د حل لار دا نه ده چې د خوړو غذا تولید ډېر شي بلکې باید دغه سیسټم بدل کړو چې ټولو ته په کمه بیه ښه خواړه ورسېږي.

په بدن کې بنسټیزې حجرې یا سټیم سل، اصلي حجرې دي چې بیا وروسته له دغو حجرو ځانګړې حجرې لکه د اعصابو یا بدن د پوست حجرې وده کوي.

زیات علمي مرکزونه په دغه ډګر کې کار کوي او د انسان د بدن حجرو ته وده ورکوي چې په جراحۍ کې ترې کار واخلې او د بدن د ناروغه حجرو ځای ونیسي.

پروفیسر پوسټ هم دغه تخنیک کاروي چې د خوړو لپاره عضلو او شحمیاتو ته وده ورکړي.

Image caption دا د نړۍ لومړی برګر دی چې په لابراتوار کې له حجرو جوړ شوی دی

هغه لومړی د غوا له عضلې نسج یا ټیشو نه بنسټیزه حجره رااخلي او په کمیاویي موادو وده ورکوي چې شمېر یې زیات شي.

په درې اونیو کې یې شمېر ۱ میلیونه ته زیاتوي، بیایي په کوچنیو لوښو کې اچوي چې دغه واړه سپڼسي سره یو ځای شي، دا یو سانتیمتر اوږدوالي او یو څو میلیمتره پنډوالي لري.

دغه واړه سپڼسي بیا د ګولۍ په بڼه کنګلوي، څه وخت يې چې شمېر ډېر شو بیایي بېرته یخي ویلي کوي او ټوله سره يو ځای کوي. همدغه په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه ده.

په دې توګه جوړ شوی برګر د دوشنبې پر ورځ یوه پخوونکي یا آشپز پوخ کړ او دو کسانو وخوړ. دوی ویل چې خوند یې ښه و او د غوښې خوند یې درلود.

ورته مطالب