امريکايي دپلومات له خيرت الشاطر سره کتلي دي

Image caption ښاغلی شاطر د حکومت پر ضد د لاريونيانو په پارولو تورن دی

ښاغلي برنز له خیرت الشاطر سره چې د محمد مرسي د مخالفو لاریون کوونکو په وژنه کې د لاس لرلو په تور د محاکمې لپاره انتظار باسي، وکتل.

اخوان المسلمين د دغې ډلې پر مشرانو لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او موخه يې د خلکو د اعتراضونو خنثی کول بولي.

په دغو خبرو کې چې د مصر د سياسي کړکېچ د پای ته رسولو په نيت کېږي، له ښاغلي برنز سره په دې کتنه کې د قطر او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي ملګرتیا کوله.

د مصر موقت حکومت ويلي چې ښاغلی شاطر به د اګست په ۲۵ محاکمه شي.

کتونکي وايي دا به په مصر کې د پخلاينې هڅې چې اوس اوس پيل شوې له ستونزو سره مخامخې کړي.

دا پلاوی په داسې حال کې له ښاغلي الشاطر سره ګوري چې د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور ویلي حکومت غواړي د اخوان المسلمین اعتراضي ناستې به په سوله ییزه توګه پای ته ورسوي.

د اخوان المسلمين غړي د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلويان دي چې د تېرې ميلادي مياشتې له لومړيو راهيسې په هېواد کې لاريونونه کوي.

د ښاغلي مرسي پلويان په دې باور دي چې نوموړی د ازادو او رڼو ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی او بايد خپله تر ټاکلې مودې په واک کې پاتې شي.

نړيوال منځګړي

بل خوا د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه مشهور سناتوران جان مک کېن او لندزی ګراهام له اخوان المسلمين او مصري چارواکو سره د نړيوالو منځګړو په توګه د خبرو لپاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د محمد مرسي زرګونه ملاتړي او د اخوان المسلمين ډلې پلويان د موقت حکومت له خبرداري سره سره چې ويلي يې دي بايد اعتراض کوونکي د رابعه العدويه جومات شاوخوا او د نهضت ډګر پرېږدي، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د يکشنبې په ورځ څرخي الوتکو پر اعتراض کوونکو اعلاميې وشيندلې او سپارښتنه يې په کې کړې وه چې دغه ځای پرېږدي.

له هغه راهيسې چې پوځ محمد مرسي له واکه لرې کړی، د ښاغلي مرسي له ۱۰۰ ډېر پلويان له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب