دوه امريکايي سناتوران نن مصر ته ځي

مصر
Image caption له هغه راهيسې چې محمد مرسي لرې شوی په نښتو کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي

د مصر د کړکېچ د پای ته رسولو په تړاو د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه مشهور سناتوران د نړېوالو منځګړو په توګه قاهرې ته ځي.

ټاکل شوې سناتور جان مک کېن او سناتور لندزي ګراهام د دوشنبې په مازيګر قاهرې ته ورسېږي او دوه ورځې له مصري چارواکو سره ليده کاته وکړي.

امريکايي او اروپايي دپلوماتانو د يکشنبې په ورځ هم له پوځي مشرانو او د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د ډلې اخوان المسلمين له پلويانو سره خبرې کړې دي.

په دغو خبروکې د امريکا استازی د بهرنيو چارو سياسي مرستيال ويليام برنز دی، چې د اخوان المسلمين له مشرانو پرته يې د مصر د بهرنيو چارو له وزير نبيل فهمي سره خبرې اترې کړي دي.

د اروپايي ټولنې استازي برناردينو ليون هم په دغو خبرو کې ګډون درلود.

د خبرو په اړه جزييات نه دي اعلان شوي، خو ښکېلې غاړې هېله منې دي چې د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د وينې تويېدو مخه ونیول شي.

د راپورونو له مخې د قطر او عربي متحد اماراتو دپلوماتانو هم په دغو خبرو کې ونډه لرله.

بل خوا په قاهره کې محکمې اعلان کړی، چې د اخوان المسلمين د يوه مشر محمد بديع محاکمه چې په يوه نامعلوم ځای کې پټ شوی او د هغه مرستيال خيراط شاطر چې د خلکو په پارولو تورن دي، څو ورځې وروسته پيلېږي.

د پوځ خبرپاڼې

څارونکي په دې باور دي، چې دغه محاکمه کولی شي په مصر کې د ملي پخلاينې بهير له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

اخوان المسلمين د دغې ډلې پر مشرانو لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او موخه يې د خلکو د اعتراضونو خنثی کول بولي.

د محمد مرسي زرګونه ملاتړي او د اخوان المسلمين ډلې پلويان د موقت حکومت له خبرداري سره سره چې ويلي يې دي بايد اعتراض کوونکي د رابعه العدويه جومات شاوخوا او د نهضت ډګر پرېږدي، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د يکشنبې په ورځ څرخي الوتکو پر اعتراض کوونکو خبر پاڼې وشيندلې او سپارښتنه يې په کې کړې وه چې دغه ځای پرېږدي.

له هغه راهيسې چې پوځ محمد مرسي له واکه لرې کړی، د ښاغلي مرسي له ۱۰۰ ډېر پلويان له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب