هند: کشمير کې ۵ هندي سرتېري په ډزو وژل شوي

Image caption د هند يوه وزير ويلي دا ډول بريدونه کولی شي د هند او پاکستان ترمنځ پر اړيکو اغېز وکړي

د هند پوځ ادعا کوي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې پاکستاني پوځيانو پنځه هندي سرتيري وژلي دي.

د هند پوځ د دغو وژنو پړه پر پاکستاني پوځ اچولې ويلي يې دي، چې د پاکستان پوځ د پونچه په سيمه کې د هند له پولې تېر شوي او د هندي سرتېرو پر يوې ګزمې يې بريد کړی دی.

د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول شخړه رد کړې ده.

د پاکستان د پوځ سرچينو د هند ادعاوې بې بنسټه بللي او ويلي يې دي، چې د دوی له خوا ډزې نه دي شوي.

د هندي چارواکو په خبره دغه پېښه نن (سه شنبه، ۶ اګست) سهار مهال د هند پوځ له يوې پوستې سره نژدې شوې ده.

د هند يوه وزير ويلي دغه پېښه خورا خواشينوونکې ده او دا ډول بريدونه کولی شي د هند او پاکستان ترمنځ پر اړيکو اغېز وکړي.

په پارلماني چارو کې د هند وزير راجيو شکلا ويلي، چې د دفاع وزير به په دې اړه څرګندونې وکړي، ځکه چې دا موضوع ډېره حساسه ده.

د هند په ملي شورا 'لوک سبها' کې د دغې پېښې په اړه د جرګې مشر حامد انصاري اپوزيسيون ته ډاډ ورکړ، که دوی يې غوښتنه وکړي نو دې بحث ته به وخت ورکړي.

خو د اپوزيسيون غړي په دې ډاډه نه دي.

د اپوزيسيون مشر ارون چېټلي ويلي: "زموږ لپاره حقيقت هم په کار دی، ځکه چې دا موضوع په رسنيو کې هم راځي. پر دفاعي او بهرنۍ تګلاره هم اغېز کوي. آيا حکومت د دغو ټولو مسلو ځواب ويلو ته تيار دی؟"

تر دې وړاندې د هند تر ولکې لاندې د کشمير مشر وزير عمر عبدالله په ټويټر کې ليکلي، چې دغه بريد د سې شنبې په سهار شوی چې له امله پنځه ځوانان وژل شوي دي.

ده د وژل شويو پوځيانو له کورنيو سره خواخوږي هم ښوولې وه.

تېر کال هم د پاکستان او هند پر پوله د پاکستاني او هندي پوځيانو د وژل کېدو پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې او دواړو خپل پوځونه پولې ته نږدې ځای پر ځای کړل.

ورته مطالب