سوري ياغيانو د حلب د منغ هوايي ډګر نيولی

سوري ياغيان
Image caption ياغيانو له تېر يو کال راهيسې د منغ هوايي ډګر د نيولو هڅې کولې

فعالين وايي ياغيانو چې د بشار الاسد د حکومت نسکورولو لپاره جګړه کوي د ترکيې له پولې سره نژدې د حلب ښار يو مهم هوايي ډګر قبضه کړی دی.

فعالين وايي ياغيانو چې د بشار الاسد د حکومت نسکورولو لپاره جګړه کوي له ترکيې سره نژدې د حلب ښار يو مهم هوايي ډګر قبضه کړی دی.

د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي، ياغيانو د سې شنبې ورځې سهار وختي د منغ هوايي ډګر نيولی دی.

مخالفين له تېر يو کال راهيسې د دغه هوايي ډګر د نيولو هڅې کوي.

دمشق تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياغيانو په وروستيو کې په لاذاقیه ولايت کې ډېر کلي لاندې کړي، چې د ولسمشر بشار الاسد پلرنی ټاټوبی دی.

خو حکومت ته وفاداره ځواکونو هم په وروستيو کې په دمشق، حمص او د حلب په نورو سيمو کې لاسته راوړنې لرلې دي.

ياغيان د منغ هوايي ډګر پر داسې مهال نيسي چې حکومت د حمص په مرکز کې د خالديې بېرته نيول لمانځي چې په وروستيو کې د ياغيانو له ولکې ووتله.

کتونکي وايي د منغ هوايي ډګر د بشار الاسد لپاره يوه ماتې ده، ځکه دا په حلب کې د حکومتي ځواکونو د اکمالاتو رسولو يوه مهمه لار وه.

په سوريه کې په تېرو ۲۸ مياشتو کې د جګړې له امله له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې يو اعشاريه اووه ميليونه نور ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

راپورونه وايي چې د منغ جګړه کې له حکومتي ځواکونو سره لږترلږه ۱۰ ياغيان وژل شوي او يو شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او نيول شوي دي.

د يکشنبې په ورځ هم ياغيانو د لاذاقیقه يو شمېر کلي نيولي دي.