د مرغانو والګي ناروغي په چين کې "د انسانانو ترمنځ لېږدېدلې"

څېړونکو له انسان نه انسان ته د مرغانو والګي نوې داسې ناروغۍ لومړۍ پېښې راپور ورکړی چې په چين کې رابرسېره شوې ده.

د بريتانيا طبي جورنال ويلي يوه ۳۲ کلنه مېرمن وروسته له هغه پر دغې ناروغۍ اخته شوه چې خپل پلار ته يې پام کاوه.

تر اوسه پورې د داسې چا کومه بېلګه نه وه، چې له مرغانو سره له تماس پرته له بلې لارې يې دې د (H7N9) ويروس اخيستی وي.

خو کارپوهانو ټينګار کړی دا دې معنا نه لري چې دغه ويروس دې داسې خپل توان ته پرمختګ ورکړی وي چې په اسانۍ د انسانانو ترمنځ ولېږدېږي.

د جون تر ۳۰ مې د چين ختيځ کې د (H7N9) ويروس مرغانو والګي ۱۳۳ پېښو او ۴۳ مړينو راپور ورکړل شوی و.

د دغو ناروغانو ډېر يې له خپلې ناروغۍ يوه يا دوه اوونۍ مخکې د ژونديو چرګانو بازار ته ورغلي وو، او يا يې هم له ژونديو چرګانو سره نژدې تماس لاره.

ځانګړې پاملرنه

خو څېړونکو موندلې چې دغه ۳۲ کلنه مېرمن په تېر مارچ کې وروسته له هغه پر دغې ناروغۍ اخته شوه، چې په روغتون کې يې د خپل ۶۰ کلن پلار پاملرنه کوله.

د خپل پلار پر خلاف چې له خپلې ناروغۍ مخکې اوونۍ کې د چرګانو بازار ته ورغلی و، دې له ژونديو چرګانوسره کوم څرګند تماس نه درلود، خو له خپل پلار سره وروستي تماس ۶ ورځې وروسته ناروغه شوه.

دواړه بيا د بدن څو ګونو غړيو فعاليت له لوېدو وروسته په ځانګړې روغتيايي پاملرنه کې مړه شول.

هغه ويروس چې له دواړو ناروغانو اخيستل شوی و، ازموينو يې ښووله چې بېلګې يې په جنيټيک ډول نژدې کټ مټ وې.

دا خبره د هغې نظريې ملاتړ کوي چې لور د کومې بلې سرچينې پر ځای په مخامخ ډول له خپل پلاره په ناروغۍ اخته شوې وه.

د عامې روغتيا چارواکو د ناروغانو ۴۳ نژدې تماسونو ازموينه کړې، خو د ټولو د (H7N9) ويروس نارغي نه وه، دې خبرې دا څرګندوله چې د ويروس خپرېدو توان محدود و.

څېړونکو ويلي د دې خبرې کوم دليل نه شته چې وښيي دغه ويروس دې له يو کس نه بل کس ته په فعال ډول د خپرېدو توان ترلاسه کړی وي، خو دا لومړی پېښه ده چې له انسان نه انسان ته د "شونې لېږدېدا" څرګندونه کوي.

ورته مطالب