په ډېری اسلامي هېوادونو کې پنجشنبه کوچينی اختر دی

Image caption په ډېرو اسلامي هېوادونو کې کوچينۍ اختر درې ورځې رخصتي وي

سعودي، مصر، قطر، کويت، متحده عرب اماراتو، اردن او فلسطين اعلان کړی چې پنجشنبه (د اګست ۸ مه) د کوچيني اختر لومړی ورځ ده.

سعودي د چارشنبې ماښام اعلان وکړ چې پنجشنبه کوچينی اختر دی.

دغه اعلان وروسته له هغه شوی چې په سعودي کې د مياشتې ليدلو خبرونه خپاره شول.

سعودي د سې شنبې له ورځې له خپلو هېوادوالو غوښتي وو، چې مياشت دې وګوري، خو چې مياشت ونه ليدل شوه نو چارشنبه د روژې ۲۹ مه وګڼل شوه.

په همدې توګه په مصر کې دار الافتاء، او هم متحده عرب اماراتو، کويت، قطر، سودان او هم لبنان او عراق کې د سنيانو د مياشتې ليدلو کمېټو او ډلو اعلان کړی چې پنجشنبه (د اګست ۸ مه) د کوچينی اختر لومړۍ ورځ ده.

په داسې حال کې چې د عراق شيعه مراجعو په ډاګه کړې چې جمعه د کوچيني اختر لومړۍ ورځ ده.

افغانستان او يو شمېر نور هغه اسلامي هېوادونه هم پنجشنبه اختر لمانځي چې له سعودي سره د مياشتې په ليدو روژې نيسې او اخترونه لمانځي.

په بريتانيا کې هم د لندن مرکزي جومات په يوه اعلاميه کې پنجشنبه د اختر اعلان کړی او د بريتانيا او هم ټولې نړۍ مسلمانانو ته یې مبارکي ويلې ده.

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې کوچينۍ اختر درې ورځې رخصتي وي، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې بيا د مسلمانانو ټولنې د خپلو ديني ادارو له لارې د مياشتې په ليدلو د اختر لمانځنه کوي.