اوباما د سنوډن پنا پر سره له پوټين سره غونډه لغوه کړې

Image caption د امريکا او رسيې ولسمشرانو تېر ځل په جون کې د جي۸ سرمشريزې پر مهال غونډه کړې وه

سپينې ماڼۍ ويلي د امريکا ولسمشر باراک اوباما له خپل روسي سيال ولاډمير پوټين سره غونډه وروسته له هغه لغوه کړې چې د اسخباراتي رازونو سپړونکي اېډوارډ سنوډن ته يې پنا ورکړه.

ښاغلی اوباما به بيا هم د روسيې سېنټ پيټرزبورګ کې د جي۲۰ اقتصادي خبرو کې ګډون کوي.

د سپينې ماڼۍ يو مرستيال وويل ښاغلي سنوډن ته د پنا پرېکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانی تاوتريخوالی لا پسې ژور کړی دی.

کرېملېن ويلي دوی د دغه ګام له امله نهيلي شوي، او د دوه اړخيزو خبرو لپاره بلنه لا پر خپل ځای ده.

ښاغلی سنوډن چې د استخباراتو يو پخوانی قراردادي دی، دا خبرې منلې چې د امريکا استخباراتو په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکړي دي.

"نه زغم"

د خبرو لغوه کولو دغه پرېکړه چې لاس انجلس ته د ولسمشر اوباما د سفر پر مهال اعلان شوې، د هغې شپې پر سهار راځی چې ښاغلي اوباما په کې ويلي وو، د روسيې دې پرېکړې سره، چې ښاغلي سنوډن ته يې يو کلنه پنا ورکړې "نهيلی شوی دی".

سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي "موږ دې پايلې ته رسېدلي يوو چې له روسيې سره زموږ په دوه اړخيزه اجنډا کې څه پوره تازه پرمختګ نه دی شوی، چې له مخې يې دې د امريکا-روسيې سرمشريزه ترسره شي".

د روسيې سرمشريزې لغوه کولو پرېکړه يوه ورځ وروسته له هغه راځي چې ښاغلی اوباما په يو ماښامني ټلوزيوني پرروګرام کې راښکاره شو، چې په روسيه کې يې د همجنسبازانو ضد نوي قانون غندنه په کې وکړه.

ښاغلي اوباما وويل "زه د هغو هېوادونو په اړه هېڅ زغم نه لرم چې له نارينه يا ښځينه همجنسبازانو يا هم خنثاګانو سره په داسې توګه چلن کوي چې وېروي يې، او يا د دوی لپاره زيان رسونکې وي".

د دغه اعلان پايله کې د ښاغلي پوټين د بهرنيو چارو سلاکار يوری يوشاکوف وويل دا روښانه وه چې امريکا د سنوډن مسئلې پر سر دغه غونډه لغوه کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ څرګندونو پر مهال ښاغلي يوشکوف زياته کړه کرېملن د دغه ګام له امله نهيلی شوی، او د خبرو لپاره بلنه پر خپل ځای ده.

ښاغلي يوشکوف وويل "د روسيې استازي چمتو دي چې پر دوه اړخيزې او څو اړخيزې اجنډا له امريکايي شريکانو سره ګډه کار ته دوام ورکړي".

ورته مطالب