کراچۍ: د فوټبال سيالۍ کې چاودنې ۱۱ کسه وژلي

Image caption په چاودنه کې د ايالتي وزير موټر ته زيان رسېدلی، خو پخپله دی بچ پاتې شوی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فوټبال د يوې لوبې په پای کې يوه زوروره چاودنه شوې، چې په پايله کې يې ۱۱ کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دغه چاودنه د کراچۍ په لياري سيمه کې شوې ده.

د سندهـ ايالت د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن ويلي، د اورپکۍ د دغې پېښې هدف يو ايالتي وزير و.

ښاغلي مېمن بي بي سي ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې ايالتي وزير جاوېد ناګوري د فوټبال د دغې لوبې خاص مېلمه و.

دی وايي بريد له هغه وروسته چې ښاغلي ناګوري د لوبې په پای کې په لوبغاړو جايزې ووېشلې او د موټر پر لور روان و، وشو.

په چاودنه کې د ايالتي وزير موټر ته زيان رسېدلی دی، خو وزير په بريد کې بچ پاتې شوی دی.

د اطلاعاتو ايالتي وزير شرجيل میمن وايي په دغه بريد کې ۱۱ ځوانان وژل شوي دی.

دی وايي له ۲۰ ډېر نور کسان په بريد کې ټپي شوي، چې د کراچۍ بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بي بي سي خبريال طاهر خان وايي دغه لوبه د شپې شاوخوا ۲ بجې له پيشمني وړاندې شوې دی.

دی وايي دغه لوبه ځکه ناوخته وشوه چې روژه او ترڅنګ يې ګرمي ده چې د ورځې يې ترسره کول شونې نه دي.

او بله دا چې د پاکستان د کراچۍ په دغه سيمه کې خلک تر ناوخته ويښ وي او لياري د پاکستان د فوټبال په برخه کې ځانګړی نوم لري.

شرجيل ميمن وويل په ټول هېواد کې ترهګريز بريدونه کېږي او لياري هم له دا ډول بريدونو خوندي نه دی.

ده وويل ترهګري د پاکستان لپاره يو ستر ګواښ دی او پاکستان بايد د دې د مقابلې لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې درې وړې چاودنې شوي دي.

لومړنۍ دوه چاودنې د ګلفټن او ډيفنس په سيمو کې د شرابو له هټيو بهر شوي او دريمه چاودنه د ګلشن اقبال په سيمه کې شوې ده.

د چاودنو پر مهال د شرابو دوکانونه بند و.

په دغو دريو وړو چاودنو کې چاته ځاني زيان نه دی رسېدلی.

ورته مطالب