نضال حسن: د مسلمانانو او طالبانو دفاع مې کوله

نضال حسن
Image caption که پر ښاغلي حسن لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ده ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي

د امريکا د پوځ يوه اروا پوه پوځي افسر نضال حسن په يوه محکمه کې د ۱۳ امريکايي پوځيانو وژل کېدو جرم منلی دی.

پر دغه پوځي افسر په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس د فورډ هېډ په يوه پوځي اډه کې د ۱۳ کسانو د وژلو تور دی.

نضال حسن په محکمه کې ويلي که له ده نه (کومه تېروتنه) شوي وي، نو دی يې په اړه بښنه غواړي.

۴۲ کلن حسن نضال ويلي، چې ده په فورټ هېډ پوځي مرکز د بريد له لارې غوښتل چې د (مسلمانانو او په افغانستان کې له طالبانو دفاع وکړي.)

که پر ښاغلي حسن لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ده ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي.

له محاکمې وړاندې پر ده عريضه کوونکو په خپلو څرګندونو کې ويلي چې نضال حسن له مخکې د چمتو شوي يوه پلان له مخې دغه ۱۳ پوځيان وژلي دي.

د پوځي محکمې مشر ويلي چې نضال حسن نه شي کولی د خپلو دلایلو ويلو پر مهال له نورو دفاع وکړي.

د نضال حسن دريځ دا دی هغه دغه پوځيان د دې لپاره وژلي چې له مسلمانانو او افغان طالبانو يې دفاع کوله.

یو کال وړاندې هغه مهال مهال چې د نضال حسن لومړنۍ محکمه پيلېده، نو عریضه کوونکو د ده پر ږيره نيوکه وکړه او له همدې امله د ده محاکمه وځنډېده.

د پوځ له لوري دا دليل دا و چې د ږيرې د اوږدېدو له امله شاهدان نه شي کولی هغه سم وپېژني، خو د نضال حسن وکيلانو ويل چې ږېره د هغه د اسلامي عقيدې ښکارندويي کوي.

د امريکا د پوځ د اصولو او مقرراتو له مخې د پوځيانو لپاره د ږيرې خرييل اړين دي.

ورته مطالب