امريکايي دپلوماتو ته له لاهوره د وتو امر شوی

امريکا، سفارت
Image caption امريکا تر لاهور وړاندې په شمالي افريقا او منځني ختيځ کې د سفارتونو د تړلو لارښوونه کړې

امريکا د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې کونسلګرۍ د ټولو هغو کارکوونکو د وېستو امر کړی چې شتون يې ډېر اړين، نه دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړی چارواکی وايي دغه ګام کونسلګرۍ ته د ممکنه ګواښونو په غبرګون کې پورته کړی دی.

دغه چارواکی وايي په لاهور کې دېره امريکايانو ته لارښوونه شوې چې په پاکستان کې غير ضروري سفرونه، ونه کړي.

د پنجشنبې په ورځ (اګست، ۸مه) امريکا پاکستان ته د خپلو اتباعو د ورتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د لاهور له کونسلګرۍ يې ځکه د خپلو کسانو د کمولو پرېکړه کړې، چې پر دغه دپلوماتيک دفتر د بريد ګواښ شوی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وايي: "د سفر کولو په تړاو یو نوی خبرداری ورکړل شوی، چې په کې ويل شوي په لاهور کې ټول اوسېدونکي امريکايي اتباع په پاکستان کې غير اړين سفرونه لغوه کړي. له خپل چاپيرچل نه باخبره اوسي او له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې لپاره اړين ګامونه واخلي".

تېره اوونۍ امريکا په شمالي افريقا او منځني ختيځ کې د ممکنه ترهګريزو بريدونو له وېرې خپل ۱۹ دپلوماتيک مرکزونه د شنبې تر ورځې د تړلو اعلان وکړ.

اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس د دوو امريکايي چارواکو له قوله ويلي، د لاهور سفارت د کارکوونکو کمول او ستنول په افريقا او منځني ختيځ کې د امريکا د سفارتونو او کونسلګريو له بنديدو سره تړاو نه لري.

په اسلام کې د بي بي سي خبريال چارلز هاولين وايي، پاکستاني چارواکو په پلازمېنه اسلام اباد کې د لوړې کچې امنيتي خبرداری ورکړی دی.

خبريال زياتوي برتانيې هم خپلو اتباعو ته د پاکستان په څو سيمو کې د سفر کولو په اړه ګواښ کړی، خو په دغو سيمو کې لاهور او اسلام اباد نه دي شاملې.

ورته مطالب