ایټالیا کې ساینس پوهان د 'مونا لیزا' د قبر په لټه کې دي

د ایټالیا په فلورنس کې ساینس پوهانو یوه پخوانۍ مقبره را سپـړلې ده.

دوی د هغې مېرمنې په قبر پسې ګرځي چې د نامتو انځورګر (لیونارډو ډې وینچي) په مشهور رسم (مونا لیزا) کې یې څېره انځور شوې ده.

په دې انځور کې د مونا لیزا زړه راښکونکې خندا له تېرو پنځو پېـړیو راهیسې د هنر مینوال حیران کړي. خو پوښتنه دا ده چې په دې انځور کې را څرګنده شوې مېرمن څوک وه.

ساینس پوهان داسې ګڼي چې اوس یې ځواب موندلای دی. که څه هم تاریخ پوه (جورجیو وېساري) ویلي وو چې د (ډې وینچي) په انځور کې راڅرګنده شوې مېرمن لیزا جېراډینو نومېده.

خو دا خبره هېڅ کله هم په کره توګه ثابته شوې نه وه.

Image caption ساینس پوهان وایي د وخت مطابقت او د نومونو ورته والي ته په کتو سره دوی ډاډه دي چې د همدغه سړي مېرمن د (مونا لیزا) په انځور کې راڅرګنده شوې ده.

خو اوس ساینس پوهانو د فلورنس په یوه هدیره کې د یو داسې سړي هډوکي موندلي چې فرانسېسکو جېراډینو نومېده او په شپاړسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه. ورسره یې د مېرمن او زامنو قبرونه هم شته.

دا سړی د ورېښمو سوداګر و. مېرمن یې لیزا نومېده. د دې سړي نوم او د ژوندانه وخت دواړه ثابت شوي دي.

ساینس پوهان وایي د وخت مطابقت او د نومونو ورته والي ته په کتو سره دوی ډاډه دي چې د همدغه سړي مېرمن د (مونا لیزا) په انځور کې راڅرګنده شوې ده.

خو د دې خبرې پخلی به هله وشي چې د دې کورنۍ د غړیو هډوکي په لابراتوار کې وکتل شي.

ورته مطالب